Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پولو امنیت، تاجېکستان له افغانستان سره پر پوله ۷۵ امنیتې پوستې جوړې کړي

د تاجکستان ولسمشر یو ځل بیا له افغانستان سره پر ګډه پوله د امنیت پر لا زیات ټېنګښت ټینګار کړی دی.

امام  علي رحمان په یو غونډه کې ویلي چې له افغانستان سره یې پر ګډه پوله په تېر یوه کال کې ۷۵ نورې امنیتي پوستې هم جوړې کړي دي.

د تاجېکستان ولسمشر، امام علي رحمان و ویل: «په یو کال کې ۷۵ امنیتي پوستې چې په لوړ معیار دي د افغانستان او تاجېکستان پر ګډه پوله جوړې شوي دي.»

له دې سره سم، د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویانده په یوه خبري غونډه کې وايي، پاکستان به له طالبانو سره د امنیت او ډیورنډ فرضي کرښې د مدیریت په تړاو خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ و ویل: «پاکستان د افغانستان د سولې په تړاو جوړو شویو غونډو کې ګډون کړی او لا هم ژمن دی چې له افغانستان سره د همکارۍ په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې خبرو اترو او تعامل ته دوام ورکړي. موږ اوس هم د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د امنیت او پولو په اړه خبرې کوو.»

خو اسلامي امارت وايي، افغان خاوره امن ده او د هېڅ هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد ترې کار نه اخیستل کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد و ویل: «پر پوله د دا ډول پوستو جوړولو د هماغو هېوادونو خپله موضوع ده خو هغه څه چې مسلم دي هغه دا دي چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې نه کارول کیږي.»

تر دې مخکې، د ټولیز امنیت د سازمان لوی درستیز ادعا کړې وه چې د افغانستان شمال د دغه سازمان د غړو لپاره یو ګواښ دی او د لوی درستیزانو د ګډې کمیټې غړي له افغان خاورې د پیښېدونکي ګواښ د مخنیوي په تړاو خبرې اترې کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه