Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خلیل‌الرحمن حقاني: بیت‌المقدس په علني توګه نېول شوی دی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر پکتیا ولایت کې یو غونډې ته ویلي چې پر فلسطین د اسراییلو روان یرغل او ظلم غیر انساني او ټولو د بشري نورمونو خلاف دی.

خلیل الرحمن حقاني په غزه کې د اسراییلو لخوا روان وضعیت غیر انساني کړنې او ښکاره ظلم یاد شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني ویلي: «بیت المقدس یې علني نېولی دی، زموږ دیني شعایرو ته یې سپکاوی وکړ، آیا موږ د دې کفارو روان ظلمونه نه ګورو؟»
 
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور هم چې دغې غونډې ته خبرې کولې ویلي، پر دیني عالمانو  غږ کړی چې په مدرسو او ممبر کې دې هم خلکو ته د خدمت جوګه وګرځي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور و ویل: «ک موږ ټول علمای کرام لاړ شو ملت ته نو زموږ دا ولس کې خلا راځي، چې خلا راغله نو موږ او ولس سره لرې شوو.  نو موږ باید جوماتونه او مدرسې تشې پرې نږدو او حکومت هم پرې نږدو.»

له دې سره د ارشاد، حج اوقافو وزارت مرستيال بيا وايي، هيواد کې ګڼ مسلکي کادرونه شته چې د قوشتېپې کانال په څېر سترې پروژې پر مخ وړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستيال عزیز الرحمن منصور و ویل: «اوس خو یې خپل انجینر او کدر ته دا ویلي دي چې هغه یې کولی شي ته یې ولې نشې کولی، نن هغه پروژه [قوش تېپه] په بریالیتوب سره روانه ده، یو فاز یې پوره شو او دوه به یې نور هم پوره شي. نن موږ کدر ته قدر ورکړ، ځکه اوس اسلامي نظام په اسلامي سیاست باندې چلیږي.»

د اسلامي امارت مسوولین داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر هېوادوالو په مسلکي او تخنیکي برخو کې د مسلکي کسانو پر ګومارنه ټینګار کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه