Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په المان کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

د افغانستان د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنه وایي چې د المان د غالیو په ډمسټک نړۍوال نندارتون کې د غالیو اتو صادرونکو شرکتونو ګډون کړی دی.

د دغې ټولنې رییس له افغاني غالیو د ننداره کوونکو څخه په هرکلي سره ټینګار کوي چې دغه راز نندارتونونه د هېواد د کورنیو تولیداتو د بازارموندنې لپاره ګټور دي. 

د افغانستان د غالیو د تولید او صادرونکو ټولنې رییس، نور احمد نوري زیاته کړه: « سږ  کال دغه نندارتون د جنوري میاشتې له ۱۱ مې څخه تر ۱۴ مې وه، د غالیو ۸ عمده پلورونکو شرکتونو په دغه نندارتون کې غرفې اخیستې وې او ګډون یې کړی وه.»

د جرمني په هانابر ښار کې د بېلابېلو هېوادونو د غاليو او ګلم نړۍوال نندارتون جوړ شوی دی.

په دغه درې ورځني نندارتون کې د هند، چین او ایران په ګډون د افغانستان په لاس اوبدل شوې غالۍ او ګلم هم نندارې ته ایښودل شوي دي.

د یاد نندارتون یو شمېر ګډونوال وایي، چې په دې دریو ورځو کې د افغاني غالیو تر ټولو ډېر پېرودونکي له کاناډا، امریکا، سعودي عربستان، بلجیم او لندن څخه وه.

 ګډونوال، خدای بردي په دې اړه وویل: « نن هغه غالۍ وپلورل شوې چې له څو کلونو له موږ سره پاتې وې او اوس زموږ سره هیڅ غالۍ ن دي پاتې.»

په ورته مهال، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې افغاني غالۍ د کیفیت له پلوه د نړۍ د هېوادونو په منځ کې بې سارې دي او افغاني غالۍ په اسیايي او اروپايي هېوادونو کې ښه 
بازار لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي وویل: « زموږ ډېر معتبر شرکتونه چې په شمال کې دي او ځینې چې په کابل کې دي، واقعاً ډېر کیفیت لرونکي او په مناسب قیمت صادروي او فرانسې، المان په څېر هېوادونو ته د شمال څخه غالۍ لېږدول کیږي»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په وروستي یو کال کې د پاکستان، ازبکستان، ترکیې، ایټالیا، امریکا، جرمني، چین او هند هېوادونو ته د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت څه باندې شپږ میلیونه متره مربع غالۍ صادرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه