په پروان کې د بېلابیلو ولایتونو د سوداګرو په حضور کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه نندارتون کې د پروان ولایت پر سوداګرو سربېره د کابل، هرات، بلخ او کندهار ولایتونو سوداګرو هم ګډون کړی دی.
د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، چې د دغه نندارتون له جوړېدو يې موخه د کورنيو توليداتو ملاتړ دی او مېرمنو هم په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنايع او توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د پروان د صنعت او سوداګرۍ رییس، محمد یاسر و ویل: «موږ شاوخوا ۱۰۰ غرفې په پام کې نیولي دي، چې یوه برخه یې د ښځو لپاره هم په پام کې نیول شوې ده. او دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، هېوادوال کولای شي له کورنیو تولیداتو لیدنه وکړي.»
د پروان ولایت مسوولان ډاډ ورکوي چې د صنعت د ودې لپاره د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي.
د پروان ولایت د مقام مرستیال، ادریس انوري هم و ویل: «په واقعیت سره، چې هر چیرې یې تولیدات نندارې ته ایښي دي، د استفادې وړ دي او د هر هېواد له تولیداتو سره سیالي کولای شي.»
له دې سره هممهاله یو شمېر ګډونوال د نندارتونونو جوړېدل خپلو تولیداتو ته د ښې بازار موندنې لپاره ګټور ګڼي.
یوه غرفه لرونکي، مختار رؤفي و ویل: «دا نندارتون د افغانستان د محصولاتو د معرفي کولو یوه دریڅه ده او مستهلکین کولای شي هغه څه چې تولیدوي، معرفي کړي.»
د دغه نندارتون لیدونکي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د پېژندنې لپاره اغېزناک بولي.
د دغه نندارتون لیدونکی، تورګل وايي: « د نندارتونونو جوړول ډیر ښه دي. ځکه چې دا نه وي موږ نه پوهیږو چې په افغانستان کې څومره پرمختګونه کیږي.»
تر دې وړاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې په ۱۴۰۳لمریز کال کې به په هېواد کې دننه او بهر شاوخوا ۳۳ نندارتونونه جوړ شي.