Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: د افغانستان اقتصادي ودې لپاره پروګرامونه په پام کې دي

کابل کې د افغانستان-ایران ګډ نندارتون په پرانیست غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست وایي، اسلامي امارت د اقتصادي ودې لپاره ځینې پروګرامونه په پام کې لري.

د دین محمد حنیف په خبره، په دغه څلور ورځني نندارتون کې له ۹۴ غرفو ۳۰ هغه یې ایراني سوداګرو ته ځانګړې شوې دي.

د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف وویل: « اقتصادي معاونیت پر یو پنځه کلن پراختیایي پلان کار کوي او سکرتریت یې د اقتصاد وزارت پورې اړه لري او په دې ورځو او شپو کې د بشپړېدو په حال کې دی.»

په نندارتون کې شمېر ګډونوال د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو چارو د لاپراختیا په برخه کې د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل مهم ګڼي.

خولۍ ګنډونکي، محمد حسن هم وویل: « دغه نندارتون کولی شي پر موږ اغېز وکړي، له افغان سوداګرو سره اړیکه ونیسو څو باور رامنځ ته کړي او وکولی شو یو ګډ بازار رامنځ ته کړو.»

په نندارتون کې ګډون کوونکې، ثریا یعقوبي هم وویل: « دا چې اوس موږ له ایران سره دې ځای ته رسېدلي یو او په یو نندارتون کې یو، دا زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی، ځکه مثبته اغېزه لري.»

په ورته مهال، کابل کې د ایرن سفارت مرستیال، غلام رضا نجاري وایي هېواد یې هڅې کوي څو افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي.

غلام رضا نجاري ډاډ ورکوي چې افغان سوداګرو ته به د ایران ویزې صادرولو په برخه کې هم ستونزې حل شي.

افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال زیاته کړه: « موږ په بېلابېلو برخو کې همکاري لرو په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې هیله من یو چې په دولتي کچه د پلاوو تګ راتګ ترڅنګ، په اقتصادي برخه کې دوه اړخیزه همکاري هم ولرو.»

تر دې وړاندې له ترکمنستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د افغان-ترکمن درې ورځنی نندارتون ترسره شو چې د مسوولینو په خبره ګڼ شمېر افغان تولیدات په کې وپلورل شول.

تر دې وړاندې له ترکمنستان سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه د افغان-ترکمن درې ورځنی نندارتون ترسره شو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه