Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا رهبر: په نورو نظامونو کې د افغان ښځو حقونه نه وو خوندي

د اسلامي امارت رهبر په یو نوي غږیز پیغام کې ویلي چې، د تېر په پرتله په افغانستان کې د ښځو حقوق د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې خوندي شوي دي.

د اسلامي امارت رهبر په یوه غږیز پیغام کې چې ظاهرآ د علماو په یوه غونډه کې وینا کوي، د ښځو د حقونو، حجاب، د لویدیځ پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې، عمومي بښنې او نورو مسایلو په تړاو خبرې کړي دي.

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبت الله اخندزاده په دې اړه داسې و یلې: «د ښځو په حقوقو کې شپږ ماده ییز فرمان موږ صادر کړی دی چې دغه ظلمونه په افغانستان کې له ښځو سره کیږي، دا نظامونه ټوله تېر شوي دي هېڅ چا د ښځو حق نه دی ورکړی. ښځه په زور باندې مه ورکوه، د ښځې مهر مه خوره، ښځه په نکاح مه مجبوره، کونډه په زوره مه په نکاح کوه، ښځې ته میراث ورکړه او دښځې حقونه مه ضایع کوه.»

د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي، د لویدیځ پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه لا پای ته نه ده رسېدلې او په نږدې راتلونکي کې به په ټول هېواد کې شرعي حدود هم پلي شي.

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبت الله اخندزاده زیاته کړې: «سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو، په محضر کې به ښځې په ډبرو باندې ولو ... . سبا به موږ د الله ج حدود نافذوو، په دورو باندې به وهل کوو په عام محضر کې. دا ټول ستا د ډېموکراسۍ خلاف دي، پر دې هر یوه به ستا مقابله روانه وي.»

که څه هم په دغه غږیز پیغام کې د ښځو د حقونو په تړاو خبرې شوي خو د نجونو زده کوونکو او محصلینو د زده کړو په تړاو هیڅ نه دي ویل شوي.

۷ میاشتې مخکې د روان لمریز کال د چنګاښ پر څلورمه د اسلامي امارت رهبر په یوه غږیز پیغام کې ویلي و، اسلامي امارت له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره نیکې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او ټنیګار یې کړی و چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لارښوونه او لاسوهنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه