Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ا.ا د مشر اختریز پیغام؛ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت پيغام کې وایي چې سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

په دغه پیغام کې شیخ هبت‌الله له ټولو هېوادونو غواړي چې د سرپرست حکومت نیکې ارادې ته د شک په سترګه ونه ګوري او له اسلامي امارت سره ښې اړیکې غوره کړي.
       
د اسلامي امارت رهبر ویلي:«اسلامي امارت د خپلې اسلامي او شرعي تګلارې له مخې له هر چا سره په متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي او له هر چا هم غواړو چې، ښې اړیکي راسره وپالي.»
                             
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«له نړۍ په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره، د اسلامي امارت د اړیکو په هکله مهم ټکي راغلي، په ټوله کې پيغام هر اړخیز پيغام دی.»

د اسلامي امارت د اختریز پیغام په یوه برخه کې دغه راز راغلي چې، سرپرست حکومت د شریعت پلي کېدو ته لومړیتوب ورکوي او له مخې یې شریعي سزاګانې پلې کېږي.

 شیخ هبت‌الله اخند زاده څرګنده کړې:«اسلامي امارت هم د مقدس جهاد د اهدافو د تر لاسه کولو او د مجاهدینو د ورکول شویو قربانیو د تحفظ په موخه همدې اساسي هدف ته لومړیتوب ورکوي.» 

د سیاسي چارو شنونکی سیمع‌الله احمدزی په دې هکله داسې وايي:«دغه اختریز پیغام، د تېر اختریز پیغام سره دومره توپير نه‌لري. یعنې له دې ځایه موږ ویلای شو چې په تېر یوه کال کې په هېڅ برخه کې هم د اسلامي امارت هغه پرمختګونه په دې کچه کې نه‌دي چې په نوي اختریز پيغام کې باید موږ نوي شیان ترسیم کړي وو.»

د اسلامي امارت رهبر که څه هم د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده چې د پوهنې وزارت د دیني او عصري زده‌کړو په برخه کې هڅې کړې دي.

نوموړي دغه‌راز په دغه پیغام کې له بې‌وزلو سره د مرستې، امنیت، اقتصاد، له مخدره توکو سره د مبارزې، د اسلامي شریعت په رڼا کې له ټولو سره د چلند او د فلسطین د موضوع په څېر نورو مسایلو ته هم نغوته کړې ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه