Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر پاسپورټونو ګڼه ګوڼه، هېوادوال د ژمي سړې شپې د واټونو پر سر تېروي

کابل کې ځینې هیوادوال په کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټ د ویش پر لړۍ سخته نیوکه کوي او  وایي، عامو خلکو ته په کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټ اخیستل سخت خو هغو کسانو ته اسانه دي چې پیژندګلوي ولري.

کاغذي غوښتنلیکونه یوازې د چهارشنبو په ورځ منل کیږي چې خلک ورته په سړه هوا کې د واټونو پر سر شپې تیروي.

دغه ډلې کې داسې کسان هم شته چې پوره اونۍ یې پاسپورټ عمومي ریاست مخې ته تېره کړي ترڅو یې وار راشي او د پاسپورټ لپاره ټوکن ترلاسه کړي.

د پکتیا اوسېدونکي محمد جمیل طلوع نیوز ته و ویل: « هلته داسې کېدل چې، چا به چې څوک واسطه درلودل نو د کتار له پای څخه به یې مخکې کړ او د پاسپورټ لپاره به یې ټوکن ورکړ.»

د پکتیا اوسېدونکي محمد شفیع و ویل: «ټوکنې به یې ورکولېو د چا به چې خپل خپلوان وو د کتار له پای څخه به یې پاڅول او ټوکن به یې ورکړ او د چا به چې واسطه نه وه که د کتار په سر کې به هم وو ټوکن یې نشو ترلاسولی.»

بل خوا، ځینې هېوادوال زیاتوي چې د پاسپورټ په اخیستو کې یې وخت او پیسې دواړه ضایع کیږي او له اسلامي امارته غواړي چې په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ د ویش افلاین بهیر پیل کړي.

د لوګر اوسېدونکی نور ولي په دې اړه داسې وایي: «شپه هم په دې سړه هوا کې تېره کړه، پیسې هم مو هم ولګېدې خو هېڅ ګټه یې ونکړه، کار مو ونشو او اوس بېرته لوګر ته ځو.»

د لوګر اوسېدونکی محمود الله بیا داسې نظر لري: «۱۴ میاشتې کیږي چې به آنلاین توګه مې نوملیکنه کړې ده، لوګر کې د پاسپورټ مدیریت بند دی، دا به ډېره ښه وه چې ولایتونو کې هم پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټ وېش پیل شي.»

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د هېوادوالو د ستونزو د هواري په موخه یې د انلاین بهیر ترڅنګ په پلازمېنه کې د پاسپورټونو د ویش افلاین بهیر هم پیل کړی او د یوې ورځې په ترڅ کې یې د پاسپورټونو د ویش کچه شلو زرو ته پورته کړې ده.

د دغه وزارت ویاند ټينګار کوي چې د پاسپورټ د ویش په انلاین او افلاین بهیر کې هیڅ ډول فساد نشته او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «د پاسپورټ وېش په ورځنۍ کچه ۲۰ زرو ته رسېدلی دی خو باید ووایو چې د غوښتونکو دغې ګڼې ګوڼې د پاسپورټ د وېش پر روڼتیا اغیز نه دی کړی.»

اخوا، د پاسپورټ یو شمېر غوښتوونکو طلوع نیوز ته ویلي چې تېره شپه د ډيرې ګڼې ګوڼې، بې نظمۍ او سړې هوا له امله د پاسپورټ ریاست مخ ته یو شمېر کسان مړه شوي هم دي.

تر دې مخکې هم څو ځل، خلکو د پاسپورټ د ویش په بهیر کې له فساد او د ویش له ټکني بهیره شکایت کړی او له اسلامي امارته یې غوښتي چې دغه ستونزې حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه