Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاسپورټ عمومي ریاست: پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټ د وېش بهیر ودرول شو

پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټ د وېش بهیر نن (یکشبنې، د سلواغې په لومړنۍ نېټې) د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا ودرول شو.

دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاسپورټونو د اخیستو لپاره د هېوادوالو د ګڼې ګوڼې، د سیمې د خلکو د شکایتونو، د اسانتیاوو د نشتوالي او سړې هوا له امله یې دغه پرېکړه کړې ده. 

بل پلو، یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پر پڅوالي نیوکه کوي.

د پاسپورټ غوښتونکي محمد ګل طلوع‌نیوز ته وویل:«ستونزې زیاتې دي. کله چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره نوم‌لیکنه کوئ ډېر وخت نیسي. حتا یو کال وخت نیسي چې ترلاسه یې کړئ.»

بل پلو ۳۰ کلن رحمان چې د زړه ناروغي لري وايي، چې په هېواد کې يې د درملنې زمینه برابره نه‌ده، او اړ دی چې بهر ته ولاړ شي. هغه د پاسپورت د وېش پر پښه نیولي بهیر نيوکه کوي او وايي، چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د پاسپورټ په ترلاسه کولو نه‌دى بريالى شوى.

د پاسپورټ غوښتنونکی رحمان څرګنده کړه:«په درناوي هیله کوو چې د پاسپورټ ریاست په دې هکله سمه پرېکړه وکړي او په سمه توګه دې ترسره کړي.»

د پاسپورټ بل غوښتونکی تاج ګل هم وايي:«د افغانستان له اسلامي امارته هیله کوو چې د خلکو ستونزو ته دې پاملرنه وکړي، ځکه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د یوه جلد پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره په میاشتو میاشتو مراجعه کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاسپورټ ریاست د مرغومي په ۲۰مه د هېوادوالو لپاره د اسانتیا او د بېړنیو پاسپورټونو د ترلاسه کولو په موخه د کاغذي غوښتنلیکونو د منلو بهیر پېل کړی و.

این ریاست در خبرنامه‌ای اعلام کرده که این روند به دلیل شکایت مردم منطقه از هرج و مرج مراجعه‌کنندگان، نبود سهولت‌ها و سردی هوا متوقف شده است.

تصویر بندانگشتی

پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټ د وېش بهیر نن (یکشبنې، د سلواغې په لومړنۍ نېټې) د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا ودرول شو.

دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاسپورټونو د اخیستو لپاره د هېوادوالو د ګڼې ګوڼې، د سیمې د خلکو د شکایتونو، د اسانتیاوو د نشتوالي او سړې هوا له امله یې دغه پرېکړه کړې ده. 

بل پلو، یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پر پڅوالي نیوکه کوي.

د پاسپورټ غوښتونکي محمد ګل طلوع‌نیوز ته وویل:«ستونزې زیاتې دي. کله چې د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره نوم‌لیکنه کوئ ډېر وخت نیسي. حتا یو کال وخت نیسي چې ترلاسه یې کړئ.»

بل پلو ۳۰ کلن رحمان چې د زړه ناروغي لري وايي، چې په هېواد کې يې د درملنې زمینه برابره نه‌ده، او اړ دی چې بهر ته ولاړ شي. هغه د پاسپورت د وېش پر پښه نیولي بهیر نيوکه کوي او وايي، چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د پاسپورټ په ترلاسه کولو نه‌دى بريالى شوى.

د پاسپورټ غوښتنونکی رحمان څرګنده کړه:«په درناوي هیله کوو چې د پاسپورټ ریاست په دې هکله سمه پرېکړه وکړي او په سمه توګه دې ترسره کړي.»

د پاسپورټ بل غوښتونکی تاج ګل هم وايي:«د افغانستان له اسلامي امارته هیله کوو چې د خلکو ستونزو ته دې پاملرنه وکړي، ځکه خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د یوه جلد پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره په میاشتو میاشتو مراجعه کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاسپورټ ریاست د مرغومي په ۲۰مه د هېوادوالو لپاره د اسانتیا او د بېړنیو پاسپورټونو د ترلاسه کولو په موخه د کاغذي غوښتنلیکونو د منلو بهیر پېل کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه