Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د دیني مدرسو د زده‌کوونکو د سویې د تثبیت په پار د ازموینې پېل

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د څه باندې ۵۰ زره متقاضیانو په ګډون د دیني مدرسو د دولسم، لیسانس او ماسټرۍ دورې فارغانو د سویې د تثبیت په موخه، کلنۍ ازموینه پېل شوه.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم چې د دې ازموینې د بهیر د څارنې په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته تللی، وايي چې دغه ازموینه د پوهنې وزارت په همغږۍ د پرمختللي ښوونیز نظام د لرلو په موخه اخیستل کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي:«د دې لپاره چې دغه لړۍ د کیفیت له اعتبار سره مل وي او د جعل مخه ونیول شوي او یو روڼ او پرمختللی نظام ولرو.»

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت د دارالعلومو رییس عبدالقدوس قدوسي هم څرګندوي:«د افغانستان په کچه په ۳۴ ولایتونو کې په درې پړاوونو کې ازموینه اخیستل کېږي؛ عالمیه دوره، عالیه او ثانویه دورو کې د افغانستان په کچه ۵۰ زره طالبانو ګډون کړی وو.»

د دې ازموینې یو شمېر ګډونوال د دیني زده‌کړو تر څنګ د عصري علومو پر زده‌کړې هم ټینګار کوي.

په جوزجان د ازموینې ګډونوال محمد رحیم طلوع‌نیوز ته وايي:«د دا ډول پروسې پېل ډېر ښه دی په ځانګړې توګه هغه وخت چې ډېری طالب‌العلمانو اسنادو ته لاسرسی نه‌درلود.»

د ازموینې بل ګډونوال حسیب الله هم وویل:«ملا ته هم اړتیا ده قاري ته هم اړتیا ده چې د ساینس او جغرافیې په هکله معلومات ولري.»

د مسوولانو په خبره، دغه ازموينه د مرغومې په ۳۰مه پېل او شپږ ورځې به دوام وكړي چې د ازموینې له پاى ته رسېدو وروسته به برياليو ګډونوالو ته تحصیلي سندونه هم ورکړل شي.
 
ویل کېږي چې دغه ازموینه له پوهنې وزارت سره په همغږۍ پېل شوې او شپږ ورځې به دوام پيدا کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه