Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طبي شورا د وروستۍ او پولیسو اکاډمۍ د جذب ازموینې اخیستل کېدل

په کابل کې د طبي شورا وروستۍ طبي یا اګزیټ اګزم او د پولیسو اکاډمۍ ته د داوطلبانو د جذب ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینو ملي ادارې په کابل کې د طبي شورا وروستۍ ازموینه یا اګزېټ اګزم او همداراز د پولیسو اکاډمۍ لپاره د محصلانو د جذب ازموینې واخیستې.

د دغې ادارې سرپرست په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، په دغو ازموینو کې له بېلابېلو ولایتونو نږدې ۱۱ زره داوطلبانو ګډون کړی دی.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني و ویل: "زموږ ځوانان همتناک خلک دي، دا اوس چې ګورو تقریبا ۱۱ زره ځوانان امتحان ته راغلي دي او په امتحان کې به ګډون کوي. په ډیر شوق راغلي، په جذبه راغلي دي. روژه هم ده خو د هغې باوجود د ځوانانو دا عزم چې موږ د ولس خدمت کوو. "

په دغو مراسمو کې د طبي شورا استازی وايي، که د طبي شورا یو داوطلب په وروستۍ ازموینه کې ۶۰ سلنې نمرې ترلاسه کړي؛ نو د دغې شورا له لوري به د فعالیت جواز ورکړ شي.

د طبي شورا استازي، جندالله نبیل، څرګنده کړه چې: " دا ازموینه ۳۶۰ نمرې په مجموع کې لري او ۱۶۰ سوالونه لري، هر سوال ۲ اعشاریه ۲۵ نمرې لري. او د کامیابۍ نمره چې ده هغه ۶۰ سلنه یا ۲۱۶ نمرې دي."

په دغو مراسمو کې د پولیسو اکاډمۍ استازي وویل، دمګړۍ په دغې اکاډمۍ کې نږدې ۲ زره زده کړیالان پر زده کړو بوخت دي.

د پولیسو اکاډمۍ استازي، ناصر خان سلیمانزي په دې تړاو و ویل: " دوی له ملکي پوهنتون سره توپیر لري، پر دوی ۲۴ ساعتونه ځینې مسایل پلي کیږي، د تحصیل په بهیر کې ورته مدد معاش ورکوو، هر محصل چې ترڅو فارغیږي، مدد معاش اخلي.

د دغو دواړو ازموینو یو شمېر ګډونوال له اسلامي امارته غواړي چې، په هېواد کې ځوانانو لپاره له زده کړو سربېره کاري زمینې برابرې کړي.

ګدون کوونکي و ویل: "موږ له اسلامي امارته غواړو چې ځوانانو ته دننه په هېواد کې کاري فرصتونه برابر کړي چې ځوانان مجبور نشي چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي."

یوه بل ګډون کوونکي خیرالله طلوع نیوز ته و ویل: " لکه څرنګه چې نور کلونه د کانکور ازموینه اخیستل کېده، دا ازموینه هم باید رڼه وي، هر فرد باید د خپل استعداد، خلاقیت او ذهني وړتیا پر بنسټ یوځای ته ورسیږي او یوه څوکۍ او مقام ترلاسه کړي."

په دغو دواړو ازموینو کې نږدې ۱۱ زرو داوطلبانو ګډون کړی وو او له دې منځه څه باندې ۶ زره یې د پولیسو اکاډمۍ او شاوخوا ۴۵۰۰ یې د طبي شورا په ازموینو کې ګډون کړی وو.

د ازموینو ملي اداره په دې بهیر کې له روڼتیا ډاډ ورکوي او زیاتوي، هېچا ته به د دې اجازه ورنکړ شي چې د ازموینو په پایلو کې لاسوهنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه