Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې د لوېدلې الوتکې څلور سپرلۍ کابل ته ولېږدول شوې

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي د هغې روسۍ الوتکې څلور سپرلۍ چې تېر ماښام په بدخشان ولایت کې لوېدلې وه ژغورل شوې دي.

د یاد وزارت ویاند امام‌الدین احمدي وایي، دغه الوتکه چې له تایوان څخه روسیې ته روانه وه غوښتل یې په تاشکند کې تېل واچوي؛ خو له خپلې کرښې وتلې او د افغانستان په خاوره کې لوېدلې ده.

ښاغلي احمدي وویل:«شخصي جټ چې د دوه پیلوټانو په ګډون شپږ تنه په کې موجود وو، له تایوانه د مسکو په لور روانه وه چې د تېلو اخیستو لپاره یې باید په ازبیکستان کې ناسته کړې وای، له خپل مسیره بهر شوه او یا هم د تخنیکي ستونزې له امله په بدخشان کې ولوېده.»

د کابل د هوايي ډګر رییس عبدالستار غروال په دې هکله څرګندوي:«دوه ورځې مو پلټنه وکړه چې تېره ورځ ماښام مو ځای پيدا کړ چې له شپږو پسرلیو څخه یې څلور تنه ژوندي دي.»

د دغې الوتکې د لوېدو لامل تر اوسه نه‌دی روښانه شوی.

د بدخشان په کوه آب ولسوالۍ کې د یادې روسۍ الوتکې د لوېدو په پېښه کې دوه تنه چې خاوند او مېرمن وو مړه شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه