Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې د لوېدلې الوتکې د پېښې په تړاو د ژغورل شویو کسانو کیسه

په بدخشان کې د لوېدلې الوتکې ژغورل شوې سپرلۍ طلوع‌نیوز ته وايي د تخنیکي ستونزو له امله اړ شول چې الوتکې ته بیړنۍ ناسته ورکړي.

د دغې الوتکې د سپرلۍ دوو تنو ژغورل شویو طلوع‌نیوز ته همدارنګه ویلي چې د سیمې خلکو او د اسلامي امارت ځواکونو له هغوی سره همکاري کړې او هغوی یې ژغورلي دي.

د دغې الوتکې ژغورل شوی پیلوټ بیلیاکوف دیمیتري الکساندروویچ وايي:«موږ له تایلنډه روسيې ته روان و، غوښتل مو په تاشکند کې تېل واچوو؛ خو په لار کې الوتکې تخنیکي ستونزه پیدا کړه او د دې ستونزې په پېښېدو سره موږ د بدخشان د یوه غره له پاسه بېړنۍ ناسته وکړه. الوتکه مو تخريب شوه، زموږ په منځ کې د یوه کس وضيعت تر نورو ښه و هغه د مرستې لپاره یو کلي ته لاړ چې له هغه وروسته بیا موږ ته د اسلامي امارت د ژغورنې ټيم او د سیمې خلک‌ راورسېدل په شا او اوږو یې خپلو کورونو ته انتقال کړو او لومړنۍ مرستې یې راسره وکړې او د مرګ له خطره يې وژغورلو.»

پاپوف پاویل ایوانوویچ، د دې پېښې یو بل ژغورل شوی دی. هغه چې د سردار محمد داوود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې يې درملنه شوې وايي، خوښ دی چې له دې خطرناکې پېښې روغ وتلی دی.

پاپوف پاویل ایوانوویچ څرګندوي:«موږ د اسلامي امارت له تخنیکي ټیم خوښ یو چې موږ ته يې په بېړه رسېدنه وکړه او زموږ ژوند يې وژغوره، همدا ټیم و، چې د بدخشان ولایت کوف آب ولسوالۍ ته موږ پسې راغلی و او موږ یې په الوتکه کې کابل ته را انتقال کړو او په کابل کې يې تر درملنې لاندې ونیولو، چې اوس‌مهال زما او زما د ملګرو روغتیايي وضعیت ښه دی.»

ورته مهال د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون معالجوي مرستیال وايي، د الوتکې د بېړنۍ ناستې ژغورونکو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون معالجوي مرستیال شفیق سیلاني په دې هکله زیاتوي:«د الوتکې په بېړنۍ ناسته کې دا څلور نفره ټپیان شوي وو، چې څنګه روغتون ته راوړل شول، موږ بېړنۍ خونه کې تر درملنې لاندې ونیول او بیا هغه کس چې روغتیايي وضعیت يې ښه نه‌و، عملیات خانې ته مو انتقال کړ او کوم خدمتونه چې ورته لازم و هغه مو ورته ترسره کړل.»

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د اطلاعاتو له مخې، روسي الوتکې چې د شنبې په ورځ ماښام مهال يې د بدخشان ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې وه، چې دوه پیلوټان، دوه ډاکټران ژغورل شوي او دوه تنه نور چې خاوند او مېرمن وو، په‌کې ژوند بایللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه