Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د بې‌ساري قاري جنازه خاورو ته وسپارل شوه

قاري برکت‌الله سلیم نن (یکشنبې، د سلواغې په ۷مه) د کابل ښار د نادر خان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی چې د نړۍ په کچه یو له نوموتو قاریانو څخه و، تېره ورځ د ۷۲ کلنۍ په عمر د کابل ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د قاري برکت‌الله سلیم زوی نصرت‌الله سلیم طلوع‌نیوز ته وايي:«د درملنې لپاره هندوستان او پاکستان ته یې هم سفر وکړ. هلته کډوال و او وروسته دلته کډوال و او وروسته دلته راولېږدول شو.» 

قاري برکت‌الله سلیم په ۱۳۲۹ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او له پنځه کلنۍ یې د قران‌کریم قرائت ته مخه کړه او  د خپل ښه استعداد له امله یې تر نهه کلنۍ پورې قران‌کریم بشپړ حفظ کړ.

قاري برکت‌الله سلیم په ۱۲ نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی و چې په ۸ سیالیو کې یې لومړی مقام خپل کړی و.

هغه په ټول هېواد کې د فقهې، د قران‌کریم د قرائت او تجوید په برخو کې زرګونه شاګردان روزلي وو او خپلې ډېرې زده‌کړې یې په مصر کې کړې وې.

برکت‌الله سلیم له څه باندې پنځو لسیزو راهیسې یو له هغو ملي او دیني شخصیتونو څخه وو چې په مړینه یې د اسلامي امارت د کابینې ځینو غړو، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې د عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله او د مخکیني حکومت ځينو نورو څېرو خواشیني څرګنده کړې او د قاري برکت‌الله سلیم مړینه یې د اسلامي نړۍ په تېره بیا د دیني علومو په برخه کې ستره ضایع بللې ده.

د ملي روغې جوړې د عالي شورا مخکینی رییس عبدالله عبدالله ویلي:«هغه نه یوازې د قران‌کریم حافظ او یو له غوره قاریانو وو؛ بلکې نورو ته یې د قران‌کریم د تجوید له اصولو سره سم درس ورکړ او ډېر شاګردان یې وروزل او ټولنې ته یې وړاندې کړل. خدای بښلی د قران‌کریم د حفظ، قرائت او له هغه سره د مینې په برخه کې د ټولو لپاره یوه بېلګه وه.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څرګنده کړې:«مرحوم شیخ القران قاري برکت‌الله سلیم په هېواد او اسلامي نړۍ کې یو پېژندل شوی قاري او استاد و، د هېواد د بچیانو د تعلیم په برخه کې یې خدمتونه د قدر او ستاینې وړ دي. د قران‌کریم په تلاوت سره به د هغه ښکلی غږ زموږ په زړونو کې تلپاتې وي. د استاد برکت‌الله مړینه یوه لویه ضایع ده.»

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم په دې هکله ویلي:«د الحاج قاري برکت‌الله سلیم مړینه چې افغانستان د دیني علومو، تجوید او د قران عظیم الشان د تلاوت په برخو کې یو له ملي او افسانوي شخصیتونو و، یوه لویه ضایع ده.»
                                   
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ د هغه د مړینې له کبله ټول ملت ته تسلیت وایو.»
                                                   
دیني عالم ضیا الله هم څرګندوي:«هیله یې همدا وه چې زه وکړای شم قران کریم په اوو قرائت او څوارلسو روایتونو بشپړ ثبت ولرم چې له بده مرغه خپلې دغې هیلې ته ونه‌رسېد.»
 
د قاري برکت‌الله سليم د کورنۍ ځينې غړي وايي، چې نوموړى د ورپېښې ناروغۍ له امله له څه باندې څلور نيمو کلونو راهيسې په ګاونډيو هېوادونو کې تر درملنې لاندې و. د دوی په وینا، قاري برکتډالله سلیم د ۷۲ کلونو په عمر د شنبې په ورځ د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه