Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هنر ته د نجونو مخه، لیوالتیا که ناچاري؟

دیارلس کلنه راحله هغه زده کوونکې ده چې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو له تړل کیدو سره یې د انځورګرۍ هنر زده کړې ته مخه کړې ده.

نوموړې چې د انځورګرۍ په یو کارغالي کې د دغه هنر په زده کړه بوخته ده له اسلامي امارته غواړي چې دې او نورو نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړي.

زده کوونکې راحلې د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: « کله چې ښوونځي وتړل شول زه په کور کې په ژور خپګان اخته شوم او بیا کورس ته راغلم او اوس پنځه میاشتې کیږي چې رسامي کوم.»

بلې زده کوونکې فرشتې و ویل: « ښوونځي مو تړل شوي دي، په کور کې وو او په ژور خپګان اخته شوې وو، اوس دلته راغلي یو او رسامي کوو، هم مو ورسره مینه وه او هم مو بیکاره وخت ډکیږي.»

په ورته مهال د انځورګرۍ د دغې موسسې بنسټګر وايي، چې له وروستیو بدلونونو وروسته په دغه کارغالي کې د نجونو حضور هم کمرنګه شوی او له دې سره سره یو شمېر نجونې دلته په لیوالتیا سره د انځورګرۍ هنر زده کړه کوي.

د ګالري بنسټګر عبدالبصیر اترنګ و ویل: « اوس زموږ د ښځینه زده کوونکو شمېر کم شوی دی ځکه وضعیت ټولو ته مالوم دی. د ښځینه زده کوونکو شمېر اوس ښایي تر شلو وي، هغه وروستۍ پېښو هم اغیز کړی او کورنۍ اوس نجونې نه پریږدي چې درسونو ته ادامه ورکړي.»

په ورته مهال د هنرستان عمومي مدیر وایي، چې په دغه مرکز کې یو شمېر نجونې د خیاطۍ، انځورګرۍ او خطاطۍ هنر په زده کړو بوختې دي.

د هنرستان عمومي مدیر نجیب الله نجیب و ویل: « دلته د رسامۍ او خطاطۍ ترڅنګ د خیاطۍ روزنه هم ورکول کیږي. د دې ترڅنګ موږ د کمپیوټر او کروشنیل برخه کې هم زده کوونکې لرو.»

له ښوونځیو بې برخې نجونو په داسې حال کې د انځورګرۍ او رسامۍ هنر ته مخه کړې چې تر دې وړاندې د زده کړو په نړیواله ورځ په افغانستان کې د ملګروملتونو دفتر یا یوناما د یو هیواد پرمختګ د هغه هیواد د نجونو په زده کړو پورې اړوند ګڼلی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه