په هرات کې یوې متشبثې ښځې د ګلدوزۍ کارخونې جوړولو سره له زدهکړو بېبرخې نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
په وروستیو کلونو کې په هرات کې د ښځو له لوري د ګلدوزۍ حرفې وده کړې او ګڼ شمېر دغه لاسي صنایع د کورونو د ښکلا او زینت لپاره کارول کېږي.
په هرات کې متشبثه راضیه احراري وايي: «اوس خلک راته فرمایشونه راکوي، اته شاګردان او یو نقاش لرم چې ټول نهه کسان کېږي، دا د نجونو لپاره ډېره ښه دی.»
د دې کارخونې ډېرې کارکوونکې له ښوونځيو بېبرخې نجونې دي. دغه نجونې د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، د کار او هنر زده کړې لپاره دلته راغلې دي.
زدهکوونکې ریحانه وايي: «که ښوونځي پرانیستل شي، د دې کار تر څنګ کولای شو خپلو زدهکړو ته هم دوام ورکړو.»
زده کوونکې حسنا زیاتوي: «کله چې ښوونځي وتړل شول، دې کار ته مې مخه کړه، دا یو ښه هنر دی، هیله لرو چې ښوونځي بېرته پیل شي، څو د ښوونځي تر څنګ دا هنر هم پرمخ یوسو.»
ورته مهال، د هرات سیمهییز مسوولان ډاډ ورکوي چې پهدې ولایت کې د ښځو او نجونو له سوداګریزو فعالیتونو ملاتړ کوي. د دوی په وینا، د هرات سیمه ییزه اداره د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو د ودې په برخه کې هڅه کوي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس نعیم الحق حقاني زیاتوي: «د کوم بنسټ له لوري یې ممانعت نهدی شوي او ملاتړ ترې شوی دی او انشاء الله هڅې هم روانې دي چې د اسلامي شریعت له مخې ښځې دې کار ته وهڅول شي.»
په تېرو نږدې دوو کلونو کې، په هرات کې د ښځو او نجونو لاسي صنایع له غوړېدو سره مخ شوي دي. پهدې موده کې، هرات ښار کې لسګونه کارخونې فعاله او سلګونه ښځو او نجونو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.
په دې اړه مو اندونه