Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترېنکوټ میشتي د نړېدلو ښوونځیو له امله تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي

د ارزګان اوسېدونکي، دغه ولایت کې د تېرو جګړو له امله د ویجاړو شویو ښوونځیو د بیارغونې غوښتنه کوي.

د د ارزګان مرکز ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې د آرام شاه لومړنی ښوونځی د تېرو جګړو له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د دې سیمې اوسېدونکي وایي، د تېرو جګړو له امله پر ځاني او مالي زیانونو سربېره، د زده کړو مرکزونه هم ویجاړ او ماشومان یې له زده کړو محرو پاتې دي.

د ارزګان اوسیدونکی حسن ګل په دې اړه داسې وایي: « دلته تر ۵۰۰ کورونه دي او په هر کور کې ۴ یا پنځه ماشومان دي چې ټول بې سواده دي ځکه ښوونځي یې ویجاړ دي.»

د ارزګان بل اوسیدونکي کامل داسې و ویل: «ټولګي له خاورو ډک دي، ګاډرونه یې رالوېدلي دي، د ټولګیو تختې په لاس کې هټیو ته وړو او بېرته یې راوړو.»

د ارزګان یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وایي، چې د ښوونځیو نشتون له امله یې ماشومان تر شنه آسمان لاندې زده کړې کوي.

د دوی په خبره، د ښوونځیو ودانیو نشتون له امله، ډېری ماشومان له زده کړو زړه توري شوي دي.

د ارزګان اوسیدونکي، هارون و ویل: « درسونه نشته، که درسونه وای او تعلیم مو کړای وای خو اوس به پوه انسان وای، اوس مو څه نه دي زده او ټوله ورځ وزګار ګرځو.»

د ارزګان اوسیدونکي محمود داسې و ویل: « دا دې څلور کاله کیږي چې ښوونځی مو نړېدلی دی او مدرسه راڅخه لرې  ده، کتابونه مو نشته او له زده کړو څخه پاتې یو او له حکومته غواړو چې دا ښوونځي راته جوړ کړي.»

خو د ارزګان د والي ویاند بیا وایي، راتلونکی کال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۵ بابه هغو ښوونځیو د رغولو چارې پیلوي، چې د تېرو جکړو پر مهال ویجاړ شوي دي.

د ارزګان د والي ویاند احسان الله حماس و ویل: « دیرش هغه ښوونځي چې د هغوی احاطوي دیوالونه او نور امکانات یې لږ وو راتلونکې کال به پرې کار وشي. د دې ترڅنګ، د ۷۱ تخریب شویو ښوونځیو له ډلې ۲۵ هغه یې راتلونکي کال کې بیارغول کیږي.»

د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلومالو پر بنسټ، سږ کال دغه ولایت کې ۲۰ بابه ښوونځي چې د جګړو له امله ویجاړ شوي وو، رغول شوي او همداراز د ۱۴ نورو د رغولو چارې دوام لري.

آنان می‌گویند که ویران‌شدن مکتب‌ها سبب محروم ماندن کودکان شان از آموزش شده است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه