Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازبکستان او بریټانیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ازبکستان او بریټانیا ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو بحث او خبرې کړي. 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دواړو لورو د افغانستان په تړاو د ګډو همکاریو او دغه راز د افغانستان په تړاو دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: « دواړو لورو په دغه ناسته کې ټینګار کړی، چې د دوحې غونډه به د یو باثباته افغانستان لپاره د حل لارو موندلو او افغانانو ته د بشري مرستو چمتو کولو په برخه کې ګټوره وي.»

          په ورته مهال اسلامي امارت وايي چې سرپرست حکومت له ازبکستان او برېټانیا سره ښې اړیکې لري او دغه هېوادونه باید له افغانستان سره د تعامل،   اقتصاد او نورو برخو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « د دواړو لورو ترمنځ ناسته د افغانستان په ګټه ده او د افغانستان موقف روښانه ده، په دغه هېواد کې چې امنیت او ثبات دی باید تر ملاتړ یې وشي، اقتصادي همکارۍ افغانستان سره وشي او هېڅ هېواد باید له افغانستانه وېره ونه لري.»

بل خوا د سیاسي چارو ځینې شنوونکي بیا په دې باور دي، چې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ناستو جوړېدل د ستونزو په حل کې مهمې دي.

د سیاسي چارو شنونکي، جاوید مومند وویل: « دغه هېوادونه تر ډېره هڅه کوي چې له اسلامي امارت سره یوه مثبت تعامل ته ورسېږي او د افغانستان له لارې کولای شي، چې مرکزي او جنوبي اسیا سره وصل شي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکي، طارق فرهادي هم په دې اړه وویل: « د ازبکستان او نور هېوادونو چارواکي چې په خپلو کې لیدنې کوي، نو د خپلو ګټو پر خوندیتوب خبرې اترې کوي.»

ټاکل شوې چې له درې اوونیو په کمه موده کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو، د اسلامي امارت او افغان ښځو په ګډون غونډه جوړه شي.

اسلامي امارت وايي چې سرپرست حکومت له ازبکستان او برېټانیا سره ښې اړیکې لري او دغه هېوادونه باید له افغانستان سره د تعامل،   اقتصاد او نورو برخو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

تصویر بندانگشتی

د افغانستان لپاره د ازبکستان او بریټانیا ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو بحث او خبرې کړي. 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دواړو لورو د افغانستان په تړاو د ګډو همکاریو او دغه راز د افغانستان په تړاو دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړې دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: « دواړو لورو په دغه ناسته کې ټینګار کړی، چې د دوحې غونډه به د یو باثباته افغانستان لپاره د حل لارو موندلو او افغانانو ته د بشري مرستو چمتو کولو په برخه کې ګټوره وي.»

          په ورته مهال اسلامي امارت وايي چې سرپرست حکومت له ازبکستان او برېټانیا سره ښې اړیکې لري او دغه هېوادونه باید له افغانستان سره د تعامل،   اقتصاد او نورو برخو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد وویل: « د دواړو لورو ترمنځ ناسته د افغانستان په ګټه ده او د افغانستان موقف روښانه ده، په دغه هېواد کې چې امنیت او ثبات دی باید تر ملاتړ یې وشي، اقتصادي همکارۍ افغانستان سره وشي او هېڅ هېواد باید له افغانستانه وېره ونه لري.»

بل خوا د سیاسي چارو ځینې شنوونکي بیا په دې باور دي، چې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ناستو جوړېدل د ستونزو په حل کې مهمې دي.

د سیاسي چارو شنونکي، جاوید مومند وویل: « دغه هېوادونه تر ډېره هڅه کوي چې له اسلامي امارت سره یوه مثبت تعامل ته ورسېږي او د افغانستان له لارې کولای شي، چې مرکزي او جنوبي اسیا سره وصل شي.»

د سیاسي چارو یو بل شنونکي، طارق فرهادي هم په دې اړه وویل: « د ازبکستان او نور هېوادونو چارواکي چې په خپلو کې لیدنې کوي، نو د خپلو ګټو پر خوندیتوب خبرې اترې کوي.»

ټاکل شوې چې له درې اوونیو په کمه موده کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو، د اسلامي امارت او افغان ښځو په ګډون غونډه جوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه