Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له فساد سره د مبارزې د نړۍوال شاخص ډلبندۍ ته د ا.ا غبرګون

اسلامي امارت له فساد سره د مبارزې د نړۍوال شاخص د راپور په غبرګون کې وایي چې د دغه بنسټ په ۱۶۲ ځای کې د افغانستان راتلل د فساد کچې د زیاتوالي په معنا نه‌دي.

د دغه بنسټ په راپور کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۶۲ ځای ترلاسه کړی چې د تېرو کلونو پرتله شاتګ ښيي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې افغانستان اوس له فاسده پاک دی او که‌چېرې د فساد پر وړاندې دغه څېړنه په هېواد کې له نږدې شوې وای؛ نو افغانستان به په لومړي مقام کې وای.

ښاغلي مجاهد وویل:«دا چې افغانستان په ۱۶۲ مقام کې راغلی، دا په دې معنا دی چې د فساد پر ضد ډېر جدي اقدامات شوي او که‌چېرې هغوی نږدې وای ښاغي افغانستان په لومړي او دویم مقام کې وای؛ ځکه روڼتیا او له فساده پاکوالی ډېر څرګند دی. له هغه حالته چې په لومړۍ درجه فساد کې و، په دغه حالت یوه مهمه لاسته راوړنه شمېرل کېږي.»

د فساد پر وړاندې د مبارزې د نړۍوال شاخص په راپور کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۶۲ ځای خپل کړی دی.

د چارو ځينې شوونکي بیا په دې اړه بېلابېل لید لوري لري.

د اقتصادي چارو شنوونکی سعید مسعود په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«هغه غبرګونونه چې دولتونه یې د نړۍوالو سازمانونو له خوا د ورکړل شویو شمېرو په مقابل کې ښيي، کېدای شي چې ځينې وخت مثبت او کله هم منفي وي؛ خو هغه څه چې شتون‌لري او زما وړاندیز هم همدا دی، چې دغه شمېر باید په بشپړه توګه بابېځه ونه‌ګڼل شي.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمن شمال هم څرګندوي:«دا ډول راپورونه په حقیقت کې دولتونو ته د حکومتوالۍ د سیسټم لپاره خبرداری وي چې باید د نمیګړتیاو د پوره کولو لپاره جدي اقدام وکړي.»

اسلامي امارت تر دې مخکې ویلي چې، د فساد پر وړاندې مبارزه د سرپرست حکومت د حکومتوالۍ یو مهم اصل دی؛ خو د فساد پر وړاندې د مبارزې د نړۍوال شاخص په راپور کې افغانستان د روڼتیا له اړخه له سلو نمرو یوازې شل نمرې ګټلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه