Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې په ناسته کې د استازو ټاکلو لپاره د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې طرحه

د دوحې ناستې په درشل کې د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د روڼتيا د مراعت کېدو او د لا اغېزمنتيا په موخه د مدني ټولنې د استازو ټاکلو په اړه شپږ مادې وړاندیز کړي دي. 

د دغه وړاندیز له مخې، د مدني ټولنې لږ تر لږه نیمايي استازي باید د ښځو د بشري حقونو مدافعینې وي، څو وکولای شي په مستقیمه توګه د ښځو لیدلوري او غږونه ورسوي.

د دغه وړاندیز په یوه بله برخه کې دا هم ویل شوي چې د مدني ټولنې فعالان او د بشري حقونو مدافعین نه باید له سیاسي او مذهبي جریانونو سره سیاسي او ایډیالوژیکي ژمنې ولري.

د دوحې په غونډه کې د مدني ټولنې، بشري او ښځو حقونو د مدافعانو د استازو د ګډون د معیارونو وړاندیز.

د مدني ټولنې د رښتینو استازو په انتخاب کې د روڼتیا لپاره د یوه میکانیزم درلودل.

د داسې ګډونوالو غوره کول چې د بشري حقونو پر ارزښت باور ولري.

د داسې کسانو نه ټاکل چې له سیاسي او مذهبي بهیرونو سره سیاسي تړلتیا او ایډیالوژیکه ژمنتیا ولري.

له مدني ټولنو سره د پیاوړو اړیکو او د ځواب ویلو ظرفیت درلودل، د کړنو او غبرګونونو په تړاو حساب ورکول. 

په دغه غونډه کې د ګډون لپاره پر انګریزې ژبې د پوهېدلو د معیار لرې کول څو د ښځو د حضور خنډ نه شي.

له دې سره سم، په کور دننه د ښځو د حقونو ځينې فعالان له ملګرو ملتونو غواړي چې هغو ښځو ته هم په دغه غونډه کې د ګډون زمینه برابره کړي چې اوس په افغانستان کې دي.

د ښځو د حقونو فعاله، تفسیر سیاه پوش وویل: « ډېرې اغېزې به ولري، څو چې په افغانستان کې دي له هرڅه خبر دي، موږ نه وایو هغه ښځې چې له افغانستانه بهر دي استازولي نه شي کولای، خو هغه څه باندې چې موږ پوهېږو هغوی نه پوهیږي.»

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې، فاضله سروش هم وویل: « هغه درد چې موږ یې لرو او په هغه ناورین کې چې موږ یو، په ځانګړې توګه ښځې، یواځې موږ کولای شو د خپل درد څرګندونه وکړو، نه هغه خلک چې له افغانستانه بهر دي. هغو اوس څوکۍ او واک له لاسه ورکړی دی.»

په پام کې ده چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې غونډه د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه جوړه شي چې د بېلابېلو هېوادونو د استازو ترڅنګ به په کې د مدني ټولنو فعالان هم ګډون وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه