Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا له ریچارډ بېنټ وغوښتل چې د افغانستان واقعیتونه له پامه ونه غورځوي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا له ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ غوښتي چې په خپل راپور کې په افغانستان کې اوسنۍ لاسته راوړنې په پام کې ونیسي.

ښاغلي مجاهد وايي چې په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت لکه څنګه چې د بنسټونو له خوا ښودل کېږي هسې نه دی.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله زیاته کړه:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې په دا ډول راپورونو کې باید عیني واقعیتونه په پام کې ونیول شي، پرمختګونه، لاسته راوړنې او ستونزې بیلانس شي او سم معلومات خپاره شي.»

ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د پنجشبنې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل تازه راپور د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ۵۵ مې غونډې ته وړاندې کړي.

ورته مهال د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله د ریچارد بېنټ د راپور د وړاندې کېدو په درشل کې یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

مېرمن بار په دې هکله وايي:«موږ په ډېرې لېوالتیا سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي راپور ته په تمه یو چې، د بشري حقونو په شورا کې به یې وړاندې کړي.

ګورو چې، د طالبان مشرتابه د نجونو او ښځو پر حقونو د بریدونو د درولو لپاره هېڅ هوډ نه‌لري. سره له دې چې، نجونې او ښځې مخکې هم د زده‌کړو، کار، د بیان ازادۍ او په سیاسي بهیر کې د ګډون د حقونو په ګډون له ډېریو حقوقو محروم شوې دي. پوهېږۍ! موږ د منیژې صدیقي وضعیت ته ډېر اندېښمن یو چې، په همدې اوونۍ کې په یوې ناعادلانه دوسیه کې پر دوه کاله بند محکومه شوه چې هېڅکله باید نه وای نیول شوې»

د بشري حقونو فعال حدیث شمال وايي:«د بشري حقونو نقض د افغانستان په ټولنه کې یوه بحث رامنځته کوونکې موضوع ده. د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو او کار د نشتوالي زمینه او د افغانستان د ځوانانو لپاره د امکاناتو نشتوالی، له بده مرغه ډېره اندېښمنونکې ده.»

تر دې مخکې هم د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دغه سازمان په عمومي مجمعې کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د بدېدو او په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د محدودوونکو پالیسو په تړاو اندېښنه ښودلې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه