د تاجیکستان د نشهيي توکو د کنټرول ادارې ادعا کړې چې له افغانستانه، دغه هېواد ته د نشهيي توکو د قاچاق په کچه کې هېڅ کمښت نهدی راغلی.
د روسیې ټاس خبري اژانس د تاجیکستان د نشهيي توکو د کنټرول ادارې له قوله راپور ورکړی چې د نشهيي توکو د تولید د ممنوعیت او کمښت په تړاو د ملګرو ملتونو او افغانستان ادعاوې رد کړي او زیاته کړې یې ده چې د هېرویینو، تریاکو او متامفتامینونو په ګډون ګڼ نشهيي توکي له افغانستانه تاجیکستان ته لېږدول کېږي.
د دغې ادارې رییس ټینګار کړی چې په افغانستان کې د دغو توکو د تولید پټ مرکزونه دي چې لومړی یې تاجیکستان او بیا یې نورو هېوادونو ته قاچاق کوي.
ټاس خبري ازانس د تاجیکستان د نشهيي توکو د کنټرول ادارې د رییس له خولې لیکلي:«د هېرویین، تریاک او متامفتامین په ګډون بېلابېل افیوني توکي چې په افغانستان کې تولیدېږي، تاجیکستان ته راځي. دا د دې لپاره چې په افغانستان کې د نشهيي توکو تولیدونکي له متامفتامینو ډېره ګټه لاس ته راوړي.»
اخوا، اسلامي امارت وايي، د هر ډول نشهيي توکو کرکېله منعه شوې؛ خو په بشپړه توګه لهمنځه وړل یې د سیمې هېوادونو او نړۍوالې ټولنې ګډې مبارزې ته اړتیا لري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد طلوعنیوز ته وايي:«دا وخت او امکاناتو ته اړتیا لري او هغه څه چې موږ یې په واک کې لرو، استفاده کړي مو دي او ښه مخته تللي دي. مخکې هم په افغانستان کې بېوسۍ موجودې وې او اوس هم د قاچاق شاهد دی او په ټولیزه توګه دا ستونزه حل شوې نهده. دا وخت او امکاناتو ته اړتیا لري چې اوس موږ دغه هر څه نهلرو. همکارۍ ته اړتیا ده او تراوسه یوه هېواد هم د کره مسوولیت احساس نهدی کړی.»
اخوا، د چارو ځينې شنوونکي وايي اسلامي امارت باید د نشهيي توکو د لهمنځه وړلو لپاره لا زیات اقدامات وکړي.
د نظامي چارو شنوونکی محمد زلمی افغانیار طلوعنیوز ته وايي:«له نشهیي توکو سره د مبارزې په درشل کې کشفي او استخباراتي ارګانونه له مسلکي متخصصینو او ژمنو کسانو استفاده وکړي. لکهڅرنګه چې د افغانستان اوسني حکومت په ټینګار سره ویلي چې دغه موضوعګانې د افغانستان له حریمه مدیریت کېږي، هیله لرم چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم دا درک کړي او د استخباراتي معلوماتو تبادله ولري.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو له جرمونو او نشهيي توکو سره د مبارزې څانګې په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید او کرکېلې کچه د تېر زیږدیز کال پرتله ۹۰ سلنه راټیټه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه