Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هلمند کروندګر له حکومته د کوکنارو بدیل کښت غوښتنه کوي

هلمند کې کروندګر وایي، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته یې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.

د دغو کروندګرو په خبره، وروستیو کلونو کې نه یوازې چې وچکالۍ سخت ځپلي، بلکې د کوکنارو پر کښت تر بندیز وروسته یې اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوي دي.

دوی له سرپرست حکومته د مناسب بدیل کښت غوښتنه کوي.

هلمند کر کروندګر صدیق الله و ویل: « مخکې موږ غنم کرل تریاک (کوکنار) مو ډیر کرل او بنګې مو کرلي، اسلامي امارت چي راغلی بنګې هم بندي شوي تریاک هم بند شوي اوس یوازې غنم کرو او کالکي کرو.»

بل کروندګر امیر محمد و ویل: « شیان ګران دي نه مو په امبارو(کیماوي سرې) وس رسیږي نه موپه تخم وس رسیږي، موږ غریبان خلک یو، موږ ته دې په بدل کې داسې شی راکړي چې ګټه وکړي.»

کروندګر صالح په دې اړه وایي: « اوس که موږ غنم او جواري کرو، هغه کې موږ ته یوه ګوني کیماوي سره په ۱۸ زره راکوي، په هغه کي موږ ته ګټه نه رسیږي، موږ په تاوان کي یو د رشتیا ګو.»

د کرنیزو چارو کارپوهان هم په دې باور دي، چې که سرپرست حکومت هلمند کې کروندګرو ته د کوکنارو پر ځای د انګورو، پستې او انارو بڼونه جوړ کړي، نو تر ډېره به شته ستونزې هوارې او د کرنې سکټور به ورسره وده وکړي.

د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد بریالي  طلوع نیوز ته و ویل: « دلته د کوکنارو بدیل کېدلای شي په لومړي قدم کې د انګورو باغونه ښه نتیجه ورکوي، د انارو ده، په شمالي ولسوالیو کي د سیب،(مڼو) ځیني ورایټي ښه نتیجه ورکړي.» 

د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد قدرت الله حمیدي و ویل: « په عموم کې تریاک په هغه نقطو کې ډیر کرل کېده چې هغه دښتې سیمې وي، موږ اوس دښتې سیمو کي باغونه نشو جوړولی، نو د دې لپاره ښه بدیل د انجه، زعفران، او ځیري کښتونه دي.»

د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس بیا وایي، چې د کوکنارو د بدیل کښت په موخه یې د خرما بڼونو د جوړولو هڅې پیل کړې او په خبره یې تر دې دمه یې د خرما لس بڼونه جوړ کړي دي.

د هغه په خبره، هڅه کوي چې د مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته کروندګرو ته اصلاح شویي تخمونه او کیمیاوي سرې هم په واک کې ورکړي.

د هلمند د کرني، اوبو لګولو اومالدارۍ رییس نیاز محمد و ویل: « د شنو خونو جوړلو مهم دي، شنې خونې په تېر کال کې جوړې شوې، تېر کال کې موږ ۶ شنې خونې جوړې کړې، راروان کې به ۲۰ نورې شنې خونې هم د وزارت لخوا په هلمند کې خلکو ته جوړې شي، د صلاح شویو کوکنارو د ښه بدیل پرځای مو کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونه ویشل هم پیل کړي دي.»

د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، وروسته له هغه چې اسلامي امارت د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی دغه ولایت کې شاوخوا پنځه زره جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه