Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو د څار بنسټ ادعا: طالبانو په سیسټماټیک ډول د ښځو حقونه نقض کړي

د بشري حقونو د څار بنسټ یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښځو د محدودیتونو له لګولو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په څه باندې دوو کلونو کې «طالبانو» په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کړې ده.

یاد بنسټ د خپل رپوټ په یوه برخه کې دا هم ویلي چې د افغان ښځو د وضعیت په تړاو د نړۍوالې ټولنې غبرګون هم د پام وړ نه‌دی.

د بشبري حقونو د څار په بنسټ کې د ښځو د حقونو د څانګې مرستیاله هیدر بار په دې هکله وايي:«موږ غواړو، دا ټول درک کړي چې دا یوازې د افغانانو ستونزه نه‌ده. هغه څه چې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پېښ شول او کله چې طالبان واک ته ورسېدل؛ نو په یو واري سره په ټوله نړۍ کې د ښځو د وضعیت د خرابيدو د مخنیوي لپاره هڅې پیکه شوِي. دغه وضعیت اوس د لا خرابېدو په حال کې دی؛ ځکه طالبان په دوامداره توګه د ښځو حقونه نقض کوي.»

له دې سره سم، په دوحه کې د افغانستان لپاره د استرالیا لنډمهالي ماموریت پر خپلې اېکس پاڼې په افغانستان د حجاب د نه‌مراعتولو له امله د نجونو او ښځو د نیول کېدو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د استرالیا لنډ مهالي ماموریت لیکلي:«موږ په ژوره توګه هغو راپورونو ته اندېښمن یو چې په افغانستان کې د جنورۍ له لومړیو نجونې او ښځې د طالبانو د پوښښ د قانون د نقضولو له امله په خپل سر نیول شوي او ورسره ناسم چلند هم شوی دی. په افغانستان کې باید د ښځو اساسي حقونه رعایت شي.»

خو اسلامي امارت په هېواد کې د ښځو د حقونو نقضېدل ردوي او وایي چې، په هېواد کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد څرګندوي:«هغه حقونه چې اسلام او شریعت ورکړي او د افغانستان ټولنه یې مني تامین دي. البته په ځینو برخو کې چې ارزښتي یا کلي ستونزې موجودې ويو د بېلګې په توګه د افغانستان کلتوري او دودیز مسایل، موږ هڅه کوو چې ښه‌والی راشي او دا هغه مهال ښه حل کېدای شي چې بنسټونه له افغانستان سره همغږي وي.»

د ښځو د حقونو د برخې فعاله تفسیر سیاه په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«باید د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو ترڅنګ ولاړ وي. د هغوی حق او حقونو ته باید نن پاملرنه وشي؛ که هغه د اسلامي امارت حکومت له لوري وي او که د نړۍوالو له خوا.»

تر دې مخکې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست په هېواد کې د ښځو د حقونو نقض او د حجاب د نه‌مراعاتېدو له امله د ښځو نیول کېدل تبلیغات بللي وو.

اما امارت اسلامی نقض حقوق زنان در کشور را رد کرده و می‌گوید که حقوق زنان با نظرداشت شرعیت تامین است.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه