Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دعوت او ارشاد عمومي رییس: د عکس اخیستل کبیره ګناه ده

د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد عمومي رییس محمد هاشم شهید ورور وایي چې د رسنیو کارکوونکي د عکسونو په اخیستو سره کبیره ګناه کوي.

ښاغلي شهید ورور تر دې مخکې د نېکټايۍ پر اچولو هم نیوکه کړې وه. 

د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد عمومي رییس دغه څرګندونې د دعوت او ارشاد مبلغینو لپاره په اصلاحي او تربیتي سیمینار کې کړې دي.

محمد هاشم شهید ورور په دې هکله وویل:«د رسنیو کارکوونکي دې هم ږیري پريږدي او له دې کار څخه دې لاس واخلي او خپل ټول وخت د تصویرونو په اخیستلو مه تېروئ، ځکه تصویر اخیستل کبیره ګناه ده او په اخیرت کې به يې الله تعالی ته حساب ورکړئ.»

ښاغلی شهید ورور وايي، د ږیري پرېښودل واجب دي او باید د رسنیو کارکوونکي د ږیري له خریلو ډډه وکړي.

د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد عمومي رییس څرګندوي:«زموږ د رسنیو کارکوونکي ملګري افغانان دي، خو د ږیرې خریلو په دوامداره ګناه اخته دي، او فساد ته يې ډېر پام وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار ولایت مقام د تېرې یکشنبې په ورځ دغه ولایت کې د اسلامي امارت ټولو ادارو او چارواکو ته د یوه رسمي مکتوب په استولو سره دغه ولایت کې په رسمي او غیر رسمي غونډو کې د هر ډول ویډیو پر اخیستو بندیز لګولی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه