Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عزیزي: د سیمې او اروپایي هېوادونه افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي چې د سیمې او اروپايي هېوادونه په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي او دمګړۍ هېواد د ۱۳۴ قلمه تولیدي توکو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسیدلی دی.

 نورالدین عزیزي د اسلامي خطاطۍ او انځورګرۍ پروګرام د ګډونوالو په ستاین‌غونډه کې له ځوانانو وغوښتل چې، په بېلابېلو برخو کې خپلې وړتیاوې لاپسې لوړې کړي.

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې موږ په ۱۳۴ برخو کې پر ځاین بسیا شوي یو، تر همدې یوې میاشتې مخکې چې موږ شمېرې ترلاسه کړې او تولیدات مو شاوخوا ۱۰۰ قلمه دي یانې نیم پر ځان بسیا شوي یو.»

په یاد پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د څېړنو او د کیفیت د تضمین رييس، سید محسن سادات وویل، هڅې روانې دي چې، په کور دننه د ځوانانو مسلکي وړتیاوې لوړې شي.

نوموړی له اسلامي امارته غواړي چې، د ځوانانو له خلاقیت او نوښتونو ملاتړ وکړي.

سید محسن سادات زیاته کړه: «په ټول درناوي سره چې د اسلامي امارت مشرانو ته یې لرم، په دغه برخه دې زموږ سره همکاري وکړي، په دغو شلو کلونو کې به چې یو ځوان یو نوښت رامنځ ته کولو نو ترور کېده خو دغه نظام داسې امکانات برابر کړي چې په هر ځای کې چې یو نوښت رامنځ ته کړي یو ښه ځای او شرایط ورته برابر وي.»

په دې پروګرام کې د اسلامي خطاطۍ او انځورګرۍ د لومړي تر درېیم مقام ګټونکي هم وستایل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه