Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: هندي پانګه‌وال افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي

د اوبو او برښنا وزارت وایي هندي پانګه‌والو په هېواد کې د اوبو او برښنا برخه کې پانګونې ته لېواله دي.

د یاد وزارت مرستیال له دغو هندي پانګه‌والو سره په لیدنه کې ویلي چې د پروژو پلي کولو برخه کې د هندي سوداګرو ملاتړ او همکاري کوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد و ویل: « په دغه لیدنه کې هندي پانګه‌والو د اوبییزو پروژو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا یې تود هرکلی وشو. په لیدنه کې پر ګډه همکارۍ او همغږۍ هم ټینګار شوی دی.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: « افغانستان پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري او هېوادونه له هر ډول استثنا پرته راتللی شي او پانګونه کولی شي. هغه قوانین چې دلته د پانګونې لپاره ټاکل شوي اسان دي او اسلامي امارت داسې امنیت تامین کړی چې پانګه‌وال په اسانۍ سره پانګونه کولی شي.»

د اوبو برخې یو شمېر متخصصین بیا پر دې باور دي چې د اوبو د مدیریت او د انرژۍ د تولید په برخو کې د پروژو پلي کولو په موخه د بهرنیو او کورنیو شرکتونو همکاریو ته اړتیا ده.

د اوبو برخې متخصص نجیب الله سدید و ویل: « اړتیا ده چې د خصوصي پانګونې لپاره ځینې قوانین اسان شي او ځینې لا جلبوونکې شي. دویمه موضوع چې په لویه کچه مطرح کیږي هغه دا ده چې زموږ هېواد باید له ښه سیاسي ثباته برخمن وي، ځکه همدا سیاسي ثبات خصوصي سکټور ته لېوالتیا ورکوي چې پانګونه وکړي.»

تر دې مخکې هم د اوبو او انرژۍ وزارت په دغو برخو کې د پانګونې د راجلبولو په موخه یوه کمیټه جوړه کړې وه.

د دغه وزارت له لوري د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د دغې کمیټې له لارې ۱۰۰ میلیون ډالره راجلب شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه