Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګوانټانامو دوه بندیان له کلونو بند وروسته کابل ته را ورسېدل

د اسلامي امارت دوه هغه غړي چې د ګوانتانامو له بندخونې ازاد شوي وو او په عمان کې د سفر له اجازې پرته تر څارنې لاندې ساتل کېدل نن (دوشنبې، د سلواغې پر ۲۳مه» کابل ته را ورسېدل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې عبدالظاهر صابر او عبدالکریم کلونه مخکې د امریکايي ځواکونو له لوري نیول شوي او د ګوانټانامو زندان ته لېږدول شوي وو.

ښاغلی مجاهد په دې هکله وايي:«دغه دوه تنه بندیان چې نن افغانستان ته راورسېدل د افغانستان د خلکو لپاره د خوشحالۍ خبره ده. یو تن د لوګر ولایت او بل د خوست ولایت اوسېدونکي دي، دوی دواړه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د امریکایانو له خوا نیول شوي وو او له هغه وروسته بګرام او بیا ګوانتانامو ته انتقال شوي وو او په ګوانتانامو کې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې بندیان وو.»

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي، عبدالظاهر صابر د لوګر ولایت د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکی د ۲۰۰۲ زیږدېز کال د مې په ۱۰ مه او عبدالکریم چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی د ۲۰۰۲ کال د اګسټ په ۱۴ مه د امریکايي ځواکونو له خوا نیول شوي و، چې له هغې وروسته بګرام او بیا د ګوانټانامو بندخونې ته وړل شوي و.

د ښاغلي مجاهد په خبره، په ګوانټانامو کې لا هم یو بل افغان بندي دی:«په ګوانتانامو زندان کې یو افغان لا هم بندي دی چې د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي او غوښتنه مو دا ده چې باید دا بندي هم خوشي شي، ترڅو له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.»

د اسلامي امارت د دغو دوو غړو کورنۍ بیا کابل ته د دوی په راتګ خوښې دي.

د عبدالظاهر صابر زوی محمد عثمان طلوع‌نیوز ته وايي:«زما پلار تقریباً ۱۶ کاله په ګوانټانامو زندان کې تېر کړل او له هغې وروسته بیا عمان ته نظر بند ولېږدول شو او په عمان کې شاوخوا ۸ کاله نظر بندي تېره کړه، چې اوس خپل هېواد ته راستون شو.»

د عبدالظاهر صابر خپلوان الفت هاشمي هم څرګندوي:«په دغو دواړو بندیانو باندې د ټولو نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف ظلمونه وشول او په ډېر سخت ظلم سره د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شول.‎»

دا په داسې حال کې ده، چې افغان بندي عبدالرحیم له څه باندې ۱۷ کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې بندي دی او کورنۍ يې د روان لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتي و چې عبدالرحیم د ګوانټانامو له زندانه ازاد کړي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، په ګوانټانامو کې لا هم یو بل افغان بندي دی او د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه