Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د راین کوربېټ د روغتیایي وضعیت په اړه د امریکایي سناتور اندېښنه

د امریکا سنا جرګې یوه غړي یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکايي زنداني راین کوربیت د خراب روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د سنا جرګې د جمهوري غوښتونکو مشر سناتور، له اسلامي امارت سره په بند خونه کې د بندي امریکايي وګړي، راین کوربېټ په تړاو وايي، طالبانو راین کوربېټ له تېرو ۶۰۷ ورځو راهیسې د لمر له نوره لرې، په یوه تیاره خونه کې ساتل کیږي.

مېچ مک کانل همدا راز ټینګار کوي چې د راین کوربېټ له بندي کېدو له نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره، امریکا ته د هغه د راستنېدو هیلې راکمې شوې دي.

د سنا مجلس د جمهوري غوښتونکو مشر سناتور، مېچ مک کانل په دې تړاو وايي: نن وختي، ما دا فرصت وموند چې د راین له مېرمنې، انا کوربېټ او د هغه له درېیو ماشومانو او پلار او مور سره و وینم. هغوی اوس تر هر وخت زیات د راین د ژوند د خوندیتوب په تړاو ډار لري.

که څه هم اسلامي امارت د امریکا د سنا مجلس د دغو څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند، د دوو امریکايي وګړو د بندي کېدو خبر تایید کړی و او زیاته کړې یې وه چې دغه کسان په هېواد کې د قانوني سرغړونو له امله نیول شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې په دې تړاو ویلي و : «دوه امریکایي وګړي دي او دا چې د څه لپاره راغلي و، ماته سم مالومه نشته؛ خو که په هرڅه پسې راشي، باید د افغانستان قوانین مراعت کړي.»

اخوا د چارو یو شمېر شنونکي بیا د امریکايي وګړو د بندي کولو مسئله د اسلامي امارت او امریکا د تعامل لپاره مهمه بولي او د خبرو له لارې یې پر حل ټينګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني طلوع نیوز ته و ویل: «باید د بندیانو په اړه بحث وشي. د افغانستان حکومت هم حق لري چې په امریکا کې بندیان دي تبادله یې کړي. دا د دنړۍ اصول دي او باید له همدې تعامله کار واخیستل شي.»

تر دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي و، په افغانستان کې د امریکايي وګړو بندي کول له کابل سره د تعامل پر وړاندې له مهمو خنډونو دی.

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند، د دوو امریکايي وګړو د بندي کېدو خبر تایید کړی و او زیاته کړې یې وه چې دغه کسان په هېواد کې د قانوني سرغړونو له امله نیول شوي دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه