Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان سره د نړۍوال بانک ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې نړۍوال بانک له افغانستان سره ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

په راپور کې راغلي چې دغه پیسې د نړۍوال بانک د نړۍوالې پراختیا ټولنې له لوري تامینیږي او په پام کې ده چې د اسلامي امارت له لاسرسي پرته د نړۍوالو بنسټونو له لوري ولګول شي.

د رویټرز په راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۱ کال له اګسټه د نړۍوال بانک ډله د افغانستان د شتمنۍ د ساتنې صندوق د پېسو له لارې مالي ملاتړ کوي. د افغانستان د شتمنۍ د ساتنې صندوق له بودیجې څه باندې یو اعشاریه ۵ ميليارده ډالره د اوسنيو همکارانو له لارې ځانګړې شوي او په ټول هېواد کې له ٢٥ میليونو زياتو افغانانو ترې ګټه پورته کړې ده. دغو سرچینو په لومړي سر کې د افغانستان له بشري اړتیاوو سره مرسته کوله او په وروستیو دوو کلونو کې یې د ژوند  له لومړنیو چارو لکه خوړو، اوبو، روغتیا، زده کړې او کار ملاتړ کړی دی.»

اخوا، د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، جاپان له ۲۰ اړمنو هېوادونو سره د مرستې په موخه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په راپور کې راغلي چې د دغو ۵۰ میلیونو ډالرو له منځه ۱۳ اعشاریه ۵ میلیونه یې افغانستان ته ځانګړې کړې دي.

د دغه بنسټ د اړیکو مسوول وايي، په ۲۰۲۳ زېږیز کال کې یې په افغانستان کې له ۱۹ میلیونه وګړو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام د اړیکو مسوول، ضیا الدین ساپي وویل: « په ۲۰۲۳ کال کې د خوړو نړۍوال پروګرام شاوخوا نولس میلیونه کسانو ته د خپلو ټولو پروګرامونو له لارې رسېدنه کړې.»

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالنصیر رښتیا هم وویل: «دغه مرستې له شاوخوا دوه کلونو وروسته کیږي چې کولای شي پراختیایي پروژې روانې کړي او ورسره په څنګ کې کولای شي د هېوادوالو لپاره کاري زمینه رامنځ ته کړي.»

اقتصاد وزارت بیا د دغې مرستې له ځانګړې کولو هرکلی کوي او زیاتوي چې هڅه کوي دغه مرستې د روغتیا، زده کړو او بنسټیزو پروژو په برخو کې ولګول شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري په دې اړه وویل: « هڅه مو دا ده چې دغه مرستې د زده کړو، روغتیا، او بنسټیزو، پراختیایي او کارموندونکو پروژو په برخه کې ولګول شي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي و چې په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۲۳ میلیونه وګړو سره د مرستې په موخه یې له مرستندویه هېوادونو ۳ میلیارده ډالر غوښتي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه