Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له هېواده بهر د غونډو پر جوړېدو د ندامحمد ندیم نیوکه

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم نن (سې‌شنبې) په کابل کې د دعوت او ارشاد مبلغینو لپاره اصلاحي او تربیتي سیمینار کې د افغانستان په تړاو په بهر کې د غونډو پر جوړېدو سخته نیوکه کوي او وايي هغه څه چې په دغو غونډو کې د ښځو د حقونو په هکله مطرح کېږي، بې‌ځایه څرګندونې دي.

ښاغلی ندیم په دغه سیمینار کې زیاتوي چې، په افغانستان کې له هر بل وخته ډېر د ښځو په ګډون د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست څرګندوي:«په ډېره بې شرمۍ سره بهر کې غونډې کېږي او د افغانستان د وضعیت په اړه په‌کې اندېښنه ښودل کېږي او ګډونوال يې وايي چې، د افغان ښځو حقوق تر پښو لاندې شوې دي. اسلامي امارت چې په هېواد کې د ښځو حقونو او عزت ته څومره پاملرنه کړې ده، په نړۍ کې چا ورته په دې کچه پام نه‌دی کړی.»

د ندا محمد ندیم، په خبره، اوسنی اسلامي نظام له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د دغو ستونزو حل لپاره هڅې روانې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب‌الله آغا هم، د دعوت او ارشاد مبلغینو لپاره په اصلاحي او تربیتي سیمینار کې وايي، په نبوي اخلاقو او طریقه د خلکو رابلل د اوسني اسلامي نظام د ټینګښت سبب کېدلای شي.

د پوهنې وزارت سرپرست وویل:«موږ او تاسو ته چې د خلکو د دعوت کومه دنده سپارل شوې، دا باید د نبوي اخلاقو او طریقي له مخې وکړو؛ ځکه هغه وخت بیا زموږ اسلامي نظام په هېواد کې مستحکم او دوامداره کېدلای شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په اړه غونډو کې تل په دې اړه اندېښنه ښودل شوې چې په افغانستان کې د ښځو په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو حق تر پښو لاندې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه