Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوی ښوونیز کال؛ بدخشان کې نجونې د ښوونځیو د بیا پرانیستو غوښتنه کوي

د نوي ښوونیز کال له رارسېدو سره سم، بدخشان کې یو شمېر زده کوونکې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي.

سهیلا احمدي او نجلا جویا، د یوولسم ټولګي زده کوونکې دي، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو تړل کېدو وروسته یې، غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده.

دوی وایي، له رواني ستونزو د خلاصون په موخه اړې شوې چې دغه کار ته مخه کړي.

سهیلا احمدي په دې اړه زیاته کړه: « نجونې حق لري چې ښوونځي ته لاړې شي، درس ووایي او د ټولنې د یوه غړي په توګه فعالیت او پرمختګ وکړي.»

نجلا جویا هم وویل: « د جمهوریت له سقوط او اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته د ښوونځیو دروازې وتړل شوې او موږ غالۍ اوبدلو ته مخه کړه، ځکه په کور کې موږ د رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ شوو او ومو غوښتل لږ تر لږه غالۍ اوبدل خو زده کړو.»

بل خوا، بدخشان کې یو شمېر مدني فعالان وایي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړلي پاتې کېدل، د هیواد په ګټه نه دي.

په بدخشان کې مدني فعال، احمد نبیل قاضي زاده وویل: « که د ښوونځیو دروازې همداسې تړلې پاتې شي، کورنۍ تښتي ځکه د اولاد راتلونکی یې که دغه ډول حالت وي د ټولنې په ګټه نه ده.»

په بدخشان کې یو بل مدني فعال، صد برګ نژند هم څرګنده کړه: « که د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي نو ښایي افغانستان یو ښه راتلونکی ولري، او که همداسې دوام ومومي نو ښایي ښه راتلونکی ونه لرو.»

خو د بدخشان د پوهنې ریاست بیا وایي، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو پرانیستل کېدل، د اسلامی امارت مشرتابه پرېکړې پورې تړلې دي.

د بدخشان د پوهنې ریاست ویاند، عبدالغني عابدي طلوع نیوز ته وویل: « د نجونو د ښوونځیو پرانستلو په برخه کې موږ د اسلامي امارت مشرتابه تګلارې ته په تمه یو او که لارښوونه وکړي موږ هم ګام پورته کوو.»

په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو له تړل کېدو څه باندې ۹۰۰ ورځې تېرېږي، خو لا روښانه نه ده چې څه مهال به د دوی پر مخ د ښوونځيو دروازې بیا پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه