د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوترش ویلي چې په روان زیږدیز کال کې د افغانستان څه باندې نیمايي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري.
د نوموړي په وینا، ملګرو ملتونو له افغان ولس سره د مرستو په موخه له غوښتل شویو پیسو تر اوسه یوازې ۳ سلنه یې ترلاسه کړي دي.
د ملګرو ملتونو سر منشي ویلي:«ډېری افغانان بېوزله دي او د خوراکي توکو د برابرولو لپاره هڅې کوي او له زدهکړو، روغتیايي څارنې او کار پرته ژوند کوي.»
د ژوند ناخوالو سپین ږیری عبدالودود دې ته اړ کړی چې، پر یوې معلولې پښې د سړک په غاړه کار وکړي.
دی وايي، له یوې خوا اقتصادي ننګونو او له بلې خوا د معلولیت حقوقو د نهورکړې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دی:«زموږ شپږ میاشتې یې راکړي او زموږ شپږ میاشتې نورې، ۱۸ زره پاتې دي. زموږ هیله دا ده چې لږ تر لږه زموږ معاش دې راکړي، چندان مناسب روزګار نهلرو.»
د کابل یو شمېر نور کسان هم چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې، کاري زمینې ورته برابرې کړي.
کابل مېشتی سید آغا په دې هکله وايي:«تېره شپه ما له هټۍوالو بوجۍ غونډې کړې او هغه [بوجۍ] مې وسوځولې. دوه یا درې دانې جمپره مې لرل، خپل جمپر مې وسوځوه، د دې لپاره چې د ماشومانو مې ساړه ونهشي.»
اقتصاد وزارت بیا پر افغانستان لګول شوي محدودیتونه، د نړۍوالې ټولنې له لوري د پراختیايي مرستو پرې کېدل او همداراز پرلهپسې وچکالۍ د بېوزلۍ د ګراف د لوړېدو لاملونه ګڼي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب په دې هکله څرګندوي:«د کار موندنې او د کورنیو د اقتصادي ملاتړ لپاره په بېلابېلو سکټورونو کې پر پروګرامونو تمرکز کولای شي چې د بېوزلۍ د تدریجي کموالي او د خوړو له ناامنۍ سره د مبارزې لپاره ډېرې اقتصادي اغېزمنتیاوې ولري.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هم وايي:«موږ د دې غوښتونکي یو هغه مرستې چې لګول کېږي، په داسې موضوعګانو او سرچینو دې ولګول ي چې افغانستان ته عواید راوړي او د افغانستان د خلکو او کورنیو لپاره یوه اقتصادي سرچینه شي.»
تر دې مخکې رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې، نړۍوال بانک له افغانستان سره د نږدې ۳۰۰ مېلیونه ډالرو مرسته کوي.
د دغه راپور لهمخې، دغه پیسې د نړۍوال بانک د نړۍوالې پراختیايي ټولنې له لوري ورکول کېږي او ټاکل شوې پرته له دې چې، د اسلامی امارت لاسته ورشي؛ په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو د بنسټونو له لوري ولګول شي.
په دې اړه مو اندونه