Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانانو سره د المان او برېټانیا تازه مرستې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د جرمني د پنځه مېلیونه یورو د مرستې خبر ورکړی دی.

له دې سره هم‌مهاله، د خوړو نړۍوال پروګرام هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې برېټانیا او شمالي ایرلنډ له افغانانو سره د ۳۶٫۵مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ د خوړو نړۍوال پروګرام، د برېټانیا او شمالي اېرلنډ تازه مرستې په ټول افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو د درملې او د هغو کورنیو د ملاتړ لپاره چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، ځانګړې شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په دغې خبرپاڼه کې ویلي:«دا بودجه به د یوې میاشتې لپاره د یو میلیون تنو لپاره د ۱۳ زره ټنو اوړو، نباتي غوړیو، حبوباتو او مالګي پر پېرلو ولګول شي. تر یو میلیون پورې کسان به د نغدو پیسو د وېش د پروګرام له مرستو برخمن شي څو په ژمي کې خپلې خوراکي اړتیاوې پوره کړي.»

۶۳ کلن عبدالظاهر چې خپلې اووه کسیزې کورنۍ ته د یوې نمړۍ ډوډۍ د برابرولو لپاره له سهاره تر ماښامه پیرکي پلوري؛ خو دومره عاید نه‌لري.

هغه وايي:«په کور کې اووه کسه یو او یوازې زه کاریګر یم. په کور کې د ورځې ۸۰ دانې پيرکي پخوو او هر یو یې دوه افغانۍ غریبي لري.»

د پلازمېنې ځينې نور اوسېدونکي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي له اسلامي امارته غواړي چې ورته د کار زمینه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکي عبدل طلوع‌نیوز ته وویل:«کار او بار نشته. موږ له سهاره راځوو تر ماښامه دلته د کار په تمه یو، موږ ټول ماشومان لرو او باید موږ ته د کار زمینه برابره شي.»

بل پلو اسلامي امارت د مرستندویو بنسټونو د مرستو پر دوام د ټینګار ترڅنګ وايي، دغه بنسټونه باید په پراختیایي او بېخ‌بنایي برخو او پروژو کې چې په افغانستان کې هم د کار موندنې لامل کېږي، مرسته وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې هکله وايي:«موږ د دې غوښتونکي یوو چې دغه مرستې ډېرې شي او د دې غوښتونکي یوو چې دغه مرستې پر هغو پروژو او موردونو ولګول شي چې بېخ‌ بنسټونه جوړ کړي، چې د افغانستان خلک د ښه اقتصاد څېښتن شي او بې‌وزلي له منځه ولاړه شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره سږ کال له نړۍوالې ټولنې د درې مېلیارد ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې برېټانیا او شمالي ایرلنډ له افغانانو سره د ۳۶٫۵مېلیونه ډالره مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه