Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په نړۍوال سیسټم کې د کابل پر ادغام د وېسټ ټینګار

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ ویلي چې واشنګټن د ملګرو ملتونو په مشرۍ د داسې بهیر هرکلی کوي چې په نړۍوال سیسټم کې په بشپړه توګه د افغانستان یوځای کېدو ته لاره هواروي. 

توماس وېسټ له دوحې ناستې څلور ورځې وروسته وایي چې د افغانستان د ټولیزو ګټو لپاره یوه پیاوړې اجماع شته ده. 

وېسټ زیاتوي، هیڅ هېواد ددې غوښتونکی نه دی چې په افغانستان کې دې د ترهګرۍ ګواښ را څرګند شي او ټول د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستنې، اقتصادي ودې، بشري مرستو او د طالبانو په ګډون له ټولو افغانانو سره پر تعامل ټينګار کوي.

 توماس وېسټ ویلي: « په دغه غونډه کې بنسټيزو اقتصادي اړتیاوو، د بشري حقونو ارزښت ته د درناوي او د طالبانو په ګډون له افغانانو سره د تعامل دوام ته د ضرورت په تړاو بحث شوی دی. هېڅ هېواد نه غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښونو راټوکېدو شاهد وي او ټول د دې غوښتونکي دي چې افغان نجونې او ښځې بېرته ښوونځي، پوهنتون او ټولنیز ژوند ته را وګرځي».

د سیاسي چارو شنونکي، عبدالشکور دادرس وویل: « زما وړاندیز هم همدغه دی چې لاړ شي په ناستو کې ګډون وکړي زه په دې باور یم چې یوه ثانیه هم د ناپوهۍ پراختیا ته اجازه ورنکړو، د ښوونځيو تړل په دې مانا دي چې ناپوهي پر علم واکمن دی.»

له دې سره سم، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د یوې مدرسې دستاربندۍ په مراسمو کې، د دوحې غونډه د اسلامي امارت لپاره یو غیر منصفانه غونډه وبلله او زیاته یې کړه چې که په راتلونکي کې ملګرو ملتونه او نور هېوادونه د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي او د اسلامي امارت غوښتنې مني د افغانستان په استازيتوب به پکې یو استازی ګډون وکړي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: « په هغو شرایطو چې افغانان یې غواړي او په ګټه یې وي و دې بلل شي، ګډون کوي خو د افغانانو خپلواکي او یووالی دې په پام کې ونیول شي.»

د سیاسي چارو شنونکي، شاکر حیات هم وویل:« افغانستان د درېیمې نړۍ له هېوادونو دی او افغانستان نشي کولای چې له ملګرو ملتونو سره ضدیت رامنځ ته کړي،»

څلور ورځې وړاندې د افغانستان په اړه د دوحې ناسته د ملګرو ملتونو سرمنشي په کوربتوب د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډوون ترسره شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه