د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په نږدې ورځو کې په کابل کې په لومړي ځل د اذربایجان سفارت له پرانیستلو خبر ورکوي.
ښاغلی مجاهد طلوعنیوز ته وایي چې په دې اړه له اذربایجاني چارواکو سره لومړنې خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند وویل:«د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته شوې دي چې، د هغه ګټه هم خلکو ته رسېږي او هم په نږدې راتلوونکي کې انشاالله له اذربایجان سره رسماً ډپيلوماټيکې اړیکې پېلېږي.»
ښاغلی مجاهد همد راز زیاتوي د قزاقستان په ګډون ځينې هېوادونه غواړي چې له افغانستان سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د اذربایجان سفیر په کابل کې د دغه هېواد د سفارت د پرانیستو لپاره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ته رسمي لیک سپارلی و.
که څه هم تر اوسه هېڅ هېواد اسلامي امارت په رسمیت نهدی پېژندلی؛ خو تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې اوسمهال د ۱۷هېوادونو استازولۍ په افغانستان کې فعالې دي.
له دې سره هممهاله د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اذربایجان د سفیر محمدوف له قوله لیکلي چې، هغه د دغه وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.
د چارو ځينې شنونکي په کابل کې د اذربایجان د سفارت پرانیستل د سیاسي او ډپیلوماټيکو اړیکو په پراختیا کې ګټور بولي.
د نړۍوالو چارو شنونکي نجیب الرحمن شمال په دې هکله وویل:«په افغانستان کې د سفارت پرانیستل له هغې ډلې د اذربایجان د سفارت پرانستل، تر ډېره په افغانستان او د افغانستان له لارې په ټولو هېوادونو کې د اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره دي؛ خو دا کولای شي چې د افغانستان د خلکو د اقتصادي ګټو په تعامل او همدارنګه د سیاسي او ډپيلوماټيکو اړیکو په پراختیا کې اغېزمن وي.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد افضل حبیب صافی هم څرګندوي:«هر هېواد چې له افغانستان سره په درناوي په تعامل کې وي او د دواړو هېوادونو د ګټو رعایت په کې وي، دا کولای شي په ټولو برخو کې ګټور پرېوځي او سوکه سوکه یې لمن پراخېږي او د سیمې تر کچې به ورسېږي.»
د سرپرست حکومت په وینا، په کابل کې د ۱۷ هېوادونو د استازولیو د فعالیت سربېره په نورو هېوادونو کې بیا د افغانستان نږدې ۴۰ استازولۍ فعالې دي.
په دې اړه مو اندونه