Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روزګان کې څه باندې ۹ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

د روزګان مخکنی والي، محمد علي جان احمد وایي په تېرو دوو کلونو کې ۹ زره جریبه ځمکه په دغه ولایت کې له غاصبانو راګرځول شوې ده. 

ښاغلي احمد دغه راز ویلي چې په دغه موده کې نږدې پنځوس زره جریبه غصب شوې ځمکه هم تثبیت شوې ده.

محمد علي جان احمد زیاته کړه: « موږ وکولای شوای چې ۹۶۶۶ جریبه ځمکه له غاصبانو راوګرځوو او همدارنګه ۴۰ زره جریبه ځمکه مو هم په یوه کال کې تثبیت کړې ده چې ټول اسناد یې بشپړ شوي دي.»

نوموړی زیاتوي چې د ماموریت پرمهال یې روزګان کې د دولتي او غیر دولتي بنسټونو له لوري د ۳۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي چې شاوخوا ۱۵۰ زره کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د روزګان اوسېدونکي بیا د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول ستایي؛ خو زیاتوي چې لا هم زیاتې ځمکې له غاصبانو نه‌دي را ګرځول شوي.

دوی له اړوندو مسوولینو د دغه بهیر د دوام غوښتنه کوي.

د روزګان اوسېدونکي سید ولي وویل:« هغه ځمکه چې په روزګان ولایت کې له غاصبانو اخیستل شوې بسنه نه‌کوي اوس هم په زرګونه جریبه نوره ځمکه له غاصبانو سره ده.»

د روزګان یو بل اوسېدونکی ولي محمد پخلا هم وايي:« هغه ځمکه چې غاصبانو غصب کړې باید ترې راوګرځول شي، ځکه دا بیت المال دی او باید له دولت سره وي.»

د یادونې ده چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر بنسټ، محمد علي جان احمد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، قومونو او قبایلو د همغږۍ مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه