Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وثیق: څه باندې اوه مېلیونه او ۵۰۰ زره جریبه ځمکه غصبي وپېژندل شوه

دغه کمېسیون زیاتوي چې د تېرو لسو میاشتو د څېړنې په پایله کې څه باندې اوه مېلیونه او ۵۰۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه مشخص شوې چې له دې منځه، څه باندې ۵۸۹ زره جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.

د ځمکو له غصب د مخنیوي کمېسیون ملت ته د راپور ورکړې په پرواګرام کې وویل، دغه کمېسیون د هغو ځمکو بېرته راګرځول په خپل کاري لومړیتوب کې راوستي چې د خلکو په ګټه وي.

د دغه کمېسیون سکرټر په کندهار کې د عینو مینې، په ننګرهار کې د کانال او د کابل په بېلابیلو سیمو کې د ځمکو د ارزونې، تشخیص او بېرته راګرځونې او همداراز په نږدې راتلونکي کې د نوي کابل پروژې د چارو له پېلېدو خبر ورکوي.

د ځمکې له غصب د مخنیوي کمېسیون سکرټر احسان الله وثیق په دې هکله وویل:«هر خنډ له منځه‌ تللی. ځينو شرکتونو سیمې ته خپل وسایل لېږدولي دي چې ان‌شاالله په نږدې ورځو کې به افتتاح شي. دا هم ټولو هېوادوالو ته معلومه ده چې نوی کابل هم د کابل لپاره او هم په ټول کې د افغانستان لپاره حیاتي کار دی. زرګونو تنو ته کار پیدا کېږي، د کابل ټرافیکي ګڼه ګوڼه کمېږي او دغه ښار په عصري او نوي سیسټم سره جوړېږي.»

نوموړی زیاتوي، د ۸ مېلیون جریب ځمکې له ارزونې او تثبیث سربېره څه باندې ۵۸۹ زره جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې او د نږدې ۱۰ زره جریبه ځمکې دوسیه د لا نور څېړونو او د اشخاصو د قناعت ترلاسه کولو په موخه د ځمکو د بېرته راګرځونې ځانګړې محکمې ته سپارل شوې ده.

ښاغلي وثیق څرګنده کړه:«۵۸۹ زره او ۴۹۹ اعشاریه ۳۱۷ جریبه ځمکه تراوسه استرداد شوې ده، چې له غاصبینو نه خلاصه شوې ده او د ځمکو په بانک کې ثبت شوې ده.»

د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس وویل:«د ځمکې له غصب د مخنیوي کمېسیون په کارونو باید یوه څارنه وشي، ایا هغه مقرره چې د امیرالمومنین له خوا توشیح شوې ده، او هغه فرمان او لایحه چې په دغې برخه کې موجوده ده، څومره تطبیق شوې ده؟»

د ځمکې له غصب د مخنیوي کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، دغه کمېسیون په پام کې لري چې، په روان کال کې درې مېلیونه جریبه ځمکه له ارزونې او تثبیت وروسته د ځمکې په بانک کې ثبت کړي.

دغه کمېسیون د عدلیې، کرنې او اوبو لګونې، ښار جوړونې، سترې محکمې او د چارو ادارې د استازو په ګډون جوړ شوی او ټول تشکیل یې هم ۱۴۶ کسانه دی.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په ټول هېواد کې د کابو اته مېلیون غصب شوې ځمکې له څېړنې او مشخص کېدو خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه