Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د ریچارډ بنټ تازه راپور «تکراری او مغرضانه» وباله

اسلامي امارت افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي راپور ته په غبرګون کې وایي چې د ریچارډ بېنېټ ادعاوې تکراري او غرضي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، په هېواد کې د ښځو ټول حقونه د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې خوندي دي.

حمدالله فطرتو وویل: «دا تورونه تکراري او مغرضانه دي، په افغانستان کې د خلکو ټول شرعي حقونه خوندي دي او په افغانستان کې د ښځو ټول هغه حقونه ورکول کیږي چې شریعت ورکړي.»

ریچارډ بېنېټ تېره شپه (پنجشنبه) ناوخته، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په تړاو د بشري حقونو شورا ۵۵مې غونډې ته په یوه راپور کې د طالبانو له لوري یې د زده کړو او کاري بندیزونو، نیونو او په عام محضر کې پر اعدامونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

ریچارډ بېنټ په دغه غونډه کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د بشري وضعیت پر ښه والي مشروط کړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ په خپل راپور کې ویلي: « زه له تاسې غواړم چې په ګډه د افغانانو د حقونو لپاره ودریږئ. باید له افغانانو سره سلا وشي او د حل لارو او په افغانستان او له دغه هېواده د باندې سولې لپاره د هغوی غږ واورېدل شي. زه له طالبانو غواړم چې د بشري حقونو اړوند کارونه لا ښه کړي او د روغتیا خصوصي سکټور په برخو کې چې یې کومې کوچنۍ لاس ته راوړنې درلودې هغه زیاتې کړي ځکه بشري حقونه د پایېدونکې او اوږدمهالې سولې د بنسټ تیږه ده.»

د ملګرو ملتونو بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد اندیشه بیا په دغه غونډه کې ویلي: « افغانان له دې شورا غواړي چې د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په اړه چې افغانستان یې له لومړیو ۴۸ لاسلیک کوونکو و، پابند پاتې شي او د افغانستان په اړه د پرېکړې پر مهال د بشري حقونو ټولګډوني نړۍوال اصول په پام کې ونیسي. افغانان له دې شورا غواړي چې له اساسي بشري حقونو دفاع وکړي.»

غونډه کې د امریکا، ترکیې، ایران، جرمني او پاکستان استازو هم بشري وضعیت ته په کتو په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو له حقونو د سرغړونې پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو په شورا کې د امریکا دایمي استازې، میشل ټېلر وویل: « نړۍواله ټولنه باید ژمنه او متحده پاتې شي او له طالبانو وغواړي چې محدود کوونکي اقدامات لغوه کړي، موږ هم له نورو سره همغږي کوو او د ځواب غوښتونکي یو، د افغانستان راتلونکی پر دې متکي دی چې ټول افغانانو په پریکړو کې ښکیل وي.»

د بشري حقونو په شورا کې د پاکستان استازي، دانیال حسنین هم وویل: « موږ اوس هم په افغانستان کې د بشري وضعیت، بشري حقونو او ټولنیزو-اقتصادي مسایلو په اړه اندېښمن یو، د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه هم اندېښمن یو، د افغانستان واکمن چارواکي باید د ښځو پر زده کړو لګېدلي بندیزونه لرې کړي او نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان په راتلونکي کې ونډه ولري.»

د بشري حقونو په شورا کې د جرمني استازې، کاترینا ستاش افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه وویل: « جرمني په افغانستان کې له واکمنو چارواکو غواړي چې سمدستي د بشري حقونو د سرغړونو مخه ونیسي او د بشري حقونو په ګډون نړۍوال قوانین مراعت کړي، د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د مذهبي، توکمیزو اقلیتونو او ښځو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او ټول هغه حکمونه چې دغه چارې محدودوي لغوه شي.»

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې دویمې غونډې په پای کې د خبرو پر مهال، له سرپرست حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې پر نجونو او ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه