Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۱۴ داوطلبیو کې د پنجشیر څه باندې ۴۷ زره قراطه زمرد پلورل شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي په پنجشیر ولایت کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه شته چې د کېندنې لپاره یې ۵۵۰ شرکتونو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

د یاد وزارت شمېرې همدازار ښیي چې د یاد ولایت د زمردو په کانونو کې شاوخوا ۱۰ زره کسان په چارو بوخت دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان و ویل: « تر دې دمه په ۱۴ داوطلبیو کې نږدې ۴۷ زره قراطه زمرد کېندل شوي دي چې ټولیز ارزښت یې څه باندې ۳۵ لکه او ۳۳ زره امریکایي ډالر کیږي چې پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه د کاري زمینو د برابرېدو او په  بهر کې د کاني توکو د پلور په برخه کې د کانونو په ځانګړې توګه د زمردو د پروسس لپاره د کارخونو جوړېدل ګټور ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس خانجان الکوزي و ویل: « افغان سوداګر باید سره راټول شي او د زمردو د پروسس کارخونه جوړه کړي او کیفیت یې باید لوړ شي، اوس پاکستان ته ځي او هلته پروسس کیږي.»

د کاننو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پيمان طلوع نیوز ته و ویل: « د افغانستان زمرد د هېواد بهر په ځانګړې توګه په اروپا کې ښه بازار لري. مخکې په د افغانستان زمرد په قاچاق ډول پلور کېدل خو اوس یې کنټرول ترلاسه شوی دی.»

بل خوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په معیاري ډول د کانونو د استخراج او له قانوني لارې بهر ته د افغانستان د کاني توکو د صادراتو لپاره د یوې مشخصې کړنلارې پر جوړېدو ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان داسې وایي: « اوس که حکومت [د زمردو کېندنې] ته قانوني اړخ ورکوي او په قانوني توګه کېندل کیږي نو دا به موږ سره مرسته وکړي چې په نړۍ کې د افغانستان زمردو بازار ترلاسه شي.»

د اقتصادي چارو شنونکي احمد فردوس بهگُزین و ویل: «که پام وشي او زمرد په سم ډول وکېندل شي او پر نړۍوال بازارونو یې کار وکړو  نو زه هیله من یم چې نړۍ به ورته لیوالتیا پیدا کوي.»

تر دې وړاندې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چې د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې پاکستان، چین، ازبیکستان، سویس متحده عربي اماراتو او جرمني ته د زمردو په ګډون د څه باندې دوه میلیونو ډالرو په ارزښت ګرانبیه او نیمه نیمه ګرانبیه ډبرې صادرې شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه