Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورالدین عزیزي له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان پر لېتیمو پانګونه وکړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له رویټرز خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ویلي چې لېواله هېوادونه کولای شي چې د افغانستان د لېتیمو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي.

نورالدین عزیزي دغه راز وایي چې د لېټیمو په کانونو پورې د افغانانو هېلې تړلې دي او اسلامي امارت نه غواړي چې دغه کانونه ضایع شي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي:«هر هېواد کولای شي چې د افغانستان د لېتیمو په برخه کې پانګونه وکړي، ځکه لېتیم د افغانستان د خلکو هیله ده او زنه نه غواړم چې لېتیم د یوه شرکت، د یوه هېواد، د یوه شخص یا سلو تنو له خوا ضایع شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست له رویټرز خبري اژانس سره په یوې مرکه کې قزاقستان ته د خپل وروستي سفر په تړاو خبرې کړي او ویلي یې دي چې له قزاقستاني چارواکو سره یې د بانکي مسایلو، سوداګریزو تعرفو، مخابراتي پروژو اوسویلي اسیا ته د روسیې د تېلو د جوپو د لېږد په ګډون د ټرانزیټي لارو په تړاو بحثونه کړي دي.

افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې د لېټیمو کانونه لري او د افغانستان لېټیمو تر ټولو ډېر کانونه په کونړ، نورستان او هلمند ولایتونو کې دي.

 بل خوا، د اقتصادي چارو ځيني شنوونکي د افغانستان د لېټیمو کانونه د هېواد سټراټېژیک او مهم کانونه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنوونکی سید مسعود وویل:«لېتیم د افغانستان یو له سټراټېژیکو توکو څځه دي چې د افغانستان په اقتصادي ثبات کې ډېر په کارېږي. له همدې امله دی چې د افغانستان پر لېتیمو معامله یو ډول سټراټېژيک خوځښتونه دي چې د افغانستان په ملي امنیت او له هغو هېوادونو سره چې موږ وسره اړیکه لرو د افغانستان په بهرني سیاستو په څرنګوالي پورې اړوندېږي.»

د اقتصادي چارو شنوونکی آذرخش حافظي هم څرګنده کړه:«افغانستان د هغو درې هېوادونو له ډلې دی چې د نړۍ تر ټولو ډېر لېتیم لري او راتلوونکې ټنالوژي په لېتیمو پورې تړلې ده. که‌چېرې دا په سمه توګه مدیریت شي او په ښو شرایطو سره په ګټورو تړونونو ورکړل شي، افغانستان له بې وزلۍ وباسي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د چین په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د لېټیمو د کانونو په برخه کې د شاوخوا لس مېلیارډ ډالرو د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه