Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ګوترش راپور ته د ا.ا غبرګون؛ دا د ملګروملتونو له نومه ناسمه ګټنه ده

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، دا ډول راپورونه پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره د ځانګړو کړیو له خوا ترسره کیږي.

اسلامي امارت د افغانستان د تېرو درېیو میاشتو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د لوی منشي د ۱۶ مخیز راپور په غبرګون کې وايي، دغه راپور ته د شک په سترګه ګوري او دغه چاره د ملګرو ملتونو له نامه ناسمه ګټنه ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي، دغه ډول راپورونه پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره د مشخصو استخباراتي کړیو په غوښتنه جوړېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمد الله فطرت و ویل: دغه کړنې د مشخصو استخباراتي کړیو او یو شمېر شریرو کسانو له له لوري دي چې پر اسلامي امارت فشار راوړلو په غوښتنې ترسره کیږي. اسلامي امارت دغه راپور ته د شک په سترګه ګوري او د ملګرو ملتونو له نوم او نښانه د ناسمې استفادې په سترګه ورته ګوري. 

د چارو ځینې شنونکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو او همداراز د راپورونو په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنونکی، امان الله هوتکي، طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: هغوی یو راپور وايي موږ بل راپور وايو او ردوو یې، راځئ د ردولو پر ځای خبرو ته ولاړ شو، موږ پوهیږو چې ملګري ملتونه او نړۍ د افغانستان په حق کې ظلم کوي. سره له دې هم موږ افغانانو او حکومت ته پکار ده چې له نړۍوالو سره ګډه ژبه پیدا کړي. ترڅو دغو ستونزو او دغو فشارونو ته چې پر موږ یې واردوي، د حل لار پیدا کړو.

د سیاسي چارو شنونکي، طارق فرهادي و ویل: د ملګرو ملتونو سرمنشي د هغو ستونزو نوملړ چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي، وړاندې کړی دی، په ځانګړې توګه د ښځو په تړاو، سرپرست حکومت باید دا جدي وګڼي او د اصلاح په لټه کې یې شي.

د ملګرو ملتونو لوی منشي د ۴شنبې پر ورځ د افغانستان د تېرو درېیو میاشتو د وضعیت په تړاو یو راپور خپور کړ. په دې راپور کې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري بحران، بشري حقونو او نشه يي توکو په تړاو څرګندونې شوې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، دا ډول راپورونه پر اسلامي امارت د فشار راوړلو لپاره د ځانګړو کړیو له خوا ترسره کیږي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه