Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت د «ټي‌ټي‌پي» په هکله د سنټکام قومندان څرګندونې رد کړې

اسلامي امارت د سنټکام یا د امریکا د مرکزي قومندانۍ د قومندان مک کوریلا هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې د افغانستان سرپرست حکومت د ټي‌‌‌ټي‌پي پر ضد اقدام ته لېوالتیا نه‌لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال طلوع نیوز ته وایي چې وایي، چې اوس مهال د افغانستان ټولې سیمې د اسلامي امارت په واک کې دي او له همدې امله هيڅ ډله نه‌شي کولای چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:«په افغانستان کې د اسلامي امارت پوره تسلط او کنټرول دی، او هېڅ ډلې ته اجازه نه‌ورکوي چې دلته فعالیت وکړي او یا له افغانستانه کوم بل هېواد ته ګواښ متوجه کړي.»

تر دې وړاندې اېکسپریس ټریبیون د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ د قومندان له قوله لیکلي و، چې په افغانستان کې طالبان د ټي‌ټي‌پي پر ضد ګام پورته کولو ته لېوالیتا نه‌لري. د دغه راپور پر بنسټ، مک کوریلا ادعا کړې چې په افغانستان کې د افراطي ډلو خوندي پناه ځایونه به په سیمه کې شخړې زیاتې کړي او د هغوی د کابو کولو لپاره به د افغان طالبانو ناتواني یا نه لېوالتیا منځنۍ او سوېلي اسیا بې ثباته کولای شي.

اېکسپریس ټریبیون د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د سنټکام مشر وویل چې په افغانستان کې د خوندي پناه ځایونو شتوالی د افراطي سازمانونو د زیاتېدو خطر ډېروي او سیمه‌ییزې شخړې تحریکوي. هغه خبرداری ورکړ، چې  د دغو ډلو د کابو کولو لپاره د طالبانو ناتواني یا نه لېوالتیا مرکزي او سوېلي اسیا بې ثباته کولای شي.»
               
د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د افغانستان اسلامي امارت باید ژر تر ژره لاس په کار شي او د افغانستان په خاوره کې، د دغو ډلو د شتون په هکله له هغو هېوادونو سره چې په دې هکله اندېښنې لري، غونډې وکړي.»
                
د نظامي چارو بل شنونکی سرور نیازی هم څرګندوي:«پاکستان له دغه نوم سره غواړي چې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې لپاره نړۍوالو ته یوه پلمه رامنځته کړي.»   

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د کار اخیستو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه؛ خو  اسلامي امارت دا اندېښنه بې ځایه بللې ده.

اېکسپریس ټریبیون د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ د قومندان له قوله لیکلي و، چې په افغانستان کې طالبان د ټي‌ټي‌پي پر ضد ګام پورته کولو ته لېوالیتا نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه