د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په خوست ولایت کې د ډلهییز روژه ماتي په پروګرام کې ویلي چې د پاکستان له حکومت سره د ټيټيپي اختلافونه د دې لامل شوي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د سرپرست حکومت لپاره پلمې وپلټي.
ښاغلي عمري د پاکستاني طالبانو له تحریکه وغوښتل چې د پاکستان له حکومت سره شته اختلافونه حل کړي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال په دې هکله زیاته کړه:«د پاکستان حکومت او هغو وروڼو ته چې له دوی سره جنګېږي مشوره ورکوو، جنګونه موږ لیدلي دي، انقلابونه موږ لیدلي دي، جنګونه او انقلانونه، کونډې پیدا کوي، یتیمان پیدا کوي، وطن ورانوي، اقتصاد ختموي، نظام تباه کوي. په خپل منځ کې سره جوړ شئ او مذاکرات او روغه جوړه وکړئ.»
د اسلامي امارت دغه چارواکی وايي، په هېواد کې د ترهګرو ډلو هېڅ فعالیت شتون نهلري.
ښاغلي عمري څرګنده کړه:«اوس نړۍوال په یوه او بله پلمه باندې، دلته ترهګر دي، دلته القاعده ده، زه که قسم درته وکړم رمضان شریف دی، زما د معلوماتو پر بنسټ له ټولو ولایتونو سره اړیکه لرو په افغانستان کې به د القاعدې یو کس هم موجود نهوي.»
د پوځي او سیاسي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې پاکستاني چارواکي باید پر افغانستان د بې بنسټه ادعاوو پر ځای د خپل هېواد امنیت ته پاملرنه وکړي.
د پوځي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی په دې هکله وویل:«پاکستان باید نور له افغانانو سره، د انګرېز، د امریکا د لوېدیځ دښمني ونهپالي، پاکستان دې د یوه خپلواک هېواد په توګه له خپل ولس سره کېني او خبرې دې ورسره وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی ګل محمدالدین محمدي هم څرګنده کړه:«کهچېرې ته په یوه هېواد کې د کوم هېواد وګړی په یوه پېښه کې ګیر کېږي، د بېلګې په توګه یا هغه پېژندل کېږي دا په دې معنا نه ده چې له هغه سره دې د هغه هېواد لاس وي. ښايي هغه په خپل عقیدوي لحاظ باندې په شخصي نظر باندې یو کار کړی وي، نو دغه پړه په یوه بل هېواد باندې اچول دا یو غیر عادلانه کړنه ده.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د پاکستان دفاع وزیر ادعا کړې چې افغانستان کې ترهګرې ډلې پټنځایونه لري او له اسلامي امارت څخه يې د دغو پټنځایونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت په ځلونو دغه ادعاوې رد کړي او ډاډ يې ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نهشي.
په دې اړه مو اندونه