د ملګرو ملتونو سر منشي انټونیو ګوټرش په هغې غونډه کې چې په دغه سازمان کې جوړه شوې وه، خپلو حقونو ته د افغان ښځو د نهلاسرسي په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي ګوټرش ویلي چې ځينو هېوادونو د جنسیتي برابرۍ په برخه کې پرمختګ کړی وو؛ خو اوس دغه بهیر معکوس شوی دی.
نوموړي په نړۍ کې افغانستان یو له هغو هېوادونو یاد کړ چې، پهکې جنسیتي برابري نشته.
هغه زیاته کړه دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د ښځو پر حقونو تېری کېږي، مدني فضا محدوده شوې او د ښځو د حقونو مدافعانې د عدالت غوښتنې له امله له تاوتریخجنو ګواښونو سره مخ دي چې، افغانستان یې تر ټولو ډاګیزه بېلګه ده.»
سره له دې چې، اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د سر منشي د دغو څرګندونو په تړاو تر اوسه څه نهدي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې په وار وار ویلي چې، په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي دي او نړۍوالو بنسټونو او سازمانونو ته نه ښايي چې، په دغو چارو کې لاسوهنه وکړي.
د ښځو د حقونو په برخه کې فعاله لمیا شېرزاد څرګندوي:«د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو بنسټونو واقعي او صادقانه نه ملاتړ او د زبرځواکو استخباراتي موخې او د خپلو ګټو تامین یې، په ځينو هېوادونو کې د مدني فعالیتونو د پرمختګ د معکوس کېدو او د ښځو پر ضد د محدویتونو لامل شوی او په افغانستان کې هم ښځې د بشري حقونو د بنسټونو د دغو موخو او د استخباراتي موخو قرباني شوې دي»
د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي هم وویل:«په افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو بندیز د هغوی د پرمختګ پر وړاندې خنډ کېږي او په حقیقت کې دمګړۍ خپلو ټولو اسلامي حقوقو ته لاسرسی نهلري او دا نیمګړتیا باید حل شي چې د افغانستان روزنیزه او مدني ټولنه لا بډایه شي.»
تر دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د اېرلنډ استازي هم ویلي چې، له زده کړو او کاره د افغان نجونو او ښځو له منعه کېدو سره افغانستان له اقتصادي رکود سره مخ شوی دی.
په دې اړه مو اندونه