د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد ګټه پورته کېږي او اسلاماباد دغه مسئله له کابل سره شریکه کړې ده.
د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه ویلي چې ترهګر د افغانستان له خاورې پر استفادې پر پاکستان برید کوي.
خواجه محمد اصف په دې هکله زیاته کړه:«هغه سیمې چې د خېبر پښتونخوا دي او له افغانستان سره پر کرښه پرتې دي، له هغو سیمو پاکستان ته ترهګر را وړي. موږ د افغانستان د اوسني حکومت له چارواکو سره هم دا خبره شریکه کړې او هلته چې د دغو ترهګرو کوم پټنځایونه دي هغه هم موږ ته معلوم دي.»
خو اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو له ردولو سره وايي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونهکارول شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، اسلامي امارت هېچا ته اجازه نهورکوي چې، د افغانستان له خاورې په ګټنې د بل هېواد امنیت زیانمن کړي.
ښاغلي فطرت په دې هکله څرګنده کړه:«د افغانستان اسلامي امارت هېچا ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان له خاورې په ګټې اخیستو سره، د چا امنیت ته زیان ورسوي.»
د چارو ځينې شنوونکي بیا په دې باور دي چې، پاکستاني چارواکي باید بې بنسټه ادعاوې ونهکړي او خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د پوځي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل طلوعنیوز ته وايي:«د پاکستاني چارواکو څرګندونې د کابل او اسلاماباد پر اړیکو منفي اغېزې لري او د دا ډول ادعاګانو پر ځای، پاکستان باید خپله ستونزه د خبرو اترو له لارې حل کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی محمدالدین محمدي هم څرګندوي:«کهچېرې پاکستان کوم سند او شواهد لري، باید د افغانستان له سرپرست حکومت سره یې شریک کړي، څو هغوی ورته رسېدنه وکړي او پاکستان باید د خپلو پولو امنیت ټینګ کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم ادعا کړې وه چې، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک له ۵ زرو تر ۶ زرو پورې غړي حضور لري؛ خو اسلامي امارت تل د پاکستاني چارواکو دغه ادعاوې رد کړې دي.
په دې اړه مو اندونه