Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان؛ په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د نړۍوالو غونډو د بحثونو چورلیز

په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د افغانستان په اړه څه باندې ۲۰ نړیوالې غونډې ترسره شوې چې له دې ډلې د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو تر ټولو زیاتې غونډې کړې دي.

په دغو غونډو کې د نړیوالې ټولنې پر غوښتنو او د افغانستان پر ټولیز وضعیت خبرې وشوې.

د یوه ټولګډوني حکومت جوړېدل، د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخیستل، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی، ملي خبرې، له ترهګرو ډلو سره مبارزه، په افغانستان کې د نشه يي توکو له کښت او تولید او له دغه هېواده نورو هېوادونو ته د هغو له قاچاق  سره مبارزه هغه مهم مسایل دي، چې په دغو خبرو کې پرې بحث شوی دی خو اسلامي امارت تل دا مسایل د هیواد کورني مسایل ګڼي.

د تېر کال په څېر سږ کال هم د افغانستان د وضعیت په تړاو ګڼې غونډې جوړې شوې چې په قزاقستان کې د اروپايي ټولنې - مرکزي اسیا غونډه، په ناروې کې د اوسلو مجمع غونډه په انلاین بڼه د هند په کوربتوب د شانګهای غونډه، په قزاقستان کې د استانې غونډه، په ازبیکستان کې د سمرقند غونډه، په کازان کې د مسکو فارمټ غونډه او په تاجکستان کې د هرات امنیتي غونډه د افغانستان په تړاو مهمې غونډې وې.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، اصف علي دراني په یوه غونډه کې د افغانستان د سولې په تړاو ویلي: «پاکستان پر دې باور لري چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د تعامل له لارې دغه هېواد ته سوله راشي او د خلکو له هوساینې سره یې مرسته وکړو.»

خو د مسکو فارمټ، د اوسلو مجمع او سمرقند غونډې په ګډون په ځینو غونډو کې د اسلامي امارت استازي حضور درلود.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي په یوه غونډه کې و ویل: «زما هېواد، افغانستان چې له څلور لسیزو، بهرنیو هېوادونو د بریدونو، جګړې او ګډوډو وروسته د امنیت او ټیکاو پر لور ګام اخلي، نو د بشري حقونو په نوم پرې بندیزونه لګول کیږي.»

د دغو غونډو ترڅنګ، له هېواده بهر د اسلامي امارت د سیاسي مخالفینو غونډې هم جوړې شوې چې په دغو غونډو کې د افغانستان د روان وضعیت پر بېلابېلو برخو بحث وشو. په مسکو کې «افغانستان د تېر او راتلونکي تر منځ» غونډه، په ویانا کې د اتریش غونډه، خو دغه غونډې د سرپرست حکومت د چارواکو له غبرګون پرته نه وې.

د بهرنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو د سرپرستانو په ګډون د سرپرست حکومت ځينو چارواکو له هېواده بهر غونډې  مغرضانه او د هېواد پر ضد دسيسې وبللې.

د دوحې لومړۍ غونډه د افغانستان د وضعیت په تړاو د دوحې لومړۍ غونډه ده، چې د لیندۍ پر ۲۰مه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې دوه ورځې یې دوام وکړ، د بشري حقونو په ګډون د هېواد پر مهمو مسایلو خبرې وشوې.

د دغه بهیر دویمه غونډه د سلواغې پر ۲۹مه، په قطر کې جوړه شوه.

خو د دغه بهیر په دویمه غونډه کې، ټاکل شوې وه چې له ملګرو ملتونو سره د افغانستان د بیا یو ځای کېدو په موخه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې د سپارښتونو د پلي کېدو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وټاکل شي. خو انتونیو ګوترېش زیاته کړه چې دوی به د دغه استازي د ټاکلو لپاره له « طالبانو»  سره هم خبرې وکړي.

هغه مسأله چې لاهم ناڅرګنده پاتې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش، د دغې غونډې په پای کې و ویل: «موږ داسې افغانستان غواړو چې له خپل ځان او ګاونډیو سره په سوله کې وي او داسې افغانستان غواړو چې د نړۍوالو ژمنتیاو ته پابند پاتې شي او غوښتنې یې پر ځای کړي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په دې دولسو میاشتو کې د افغانستان د بېلابېلو مسایلو په تړاو تر اوو زیاتې غونډې کړې دي. د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د خپلواکې ارزونې په تړاو د امنیت شورا غونډه، د دوحې د غونډې د پایلو او د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو  د امنیت شورا غونډه، د امنیت شورا غونډه، د سرمنشي درې میاشتنی راپور، د یوناما د ماموریت د غځېدو په تړاو د امنیت شورا غونډه، پر اسلامي امارت د لګول شویو بندیزنو د څارونکې ډلې د ماموریت د غځېدو په تړاو د امنیت شورا غونډه، امنیت شورا په افغانستان کې د ماشومانو او نښتو په تړاو غونډه وکړه، د داعش او افغانستان په تړاو د امنیت شورا غونډه.

که څه هم په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان په تړاو شاوخوا شل غونډې جوړې شوې، خو دا غونډې ونه توانېدې چې د هېواد اوسنۍ ننګونې له منځه یوسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه