Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ښوونځي ته تګ؛ د نجونو زده کوونکو هغه هیله چې په ۱۴۰۲ کال کې پوره نشوه

د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو پرانیستل

هغه مسأله چې د اسلامي امارت د واکمنۍ د تېرو کلونو په څېر، ناڅرګنده پاتې ده.

په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې هم د تېرو کلونو په څېر نجونې زده کوونکې او زده کړیالانې په کراتو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستې غوښتونکې شوې خو دغو غوښتنو یې کومه پایله ور نه کړه.

زده کوونکې، مریم طلوع نیوز ته و ویل: " د نجونو پر مخ ولې د ښوونځيو دروازې تړلې دي؟ چې یوه ښځینه ډاکټره نه وي، یوه ښځه نارینه ډاکټر ته ولاړه شي؟"

د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل پاتې کېدو سږ کال هم د نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو غبرګونونه را پارولي وو.

د یوناما مرستیال، مارکس پوټزل په دې تړاو ویلي: "فکر کوم چې د افغانستان اوسني چارواکي باید اجازه ورکړي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکي ښوونځيو ته ولاړې شي. هغوی باید ښځو ته اجازه ورکړي چې په نړۍوالو نادولتي، ملي نادولتي او د ملګرو ملتونو په نورو ادارو کې کار وکړي. دوی باید ښځو ته په ټولنیز ژوند کې د ګډون اجازه ورکړي. که دا کارونه وشي نو فکر کوم چې افغانستان به بیا له نړۍ سره ونښلي، نړۍوال مرستندویه بنسټونه به هم له افغانستان سره پر تعامل بیا کتنه وکړي."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ و ویل:"په داسې حال کې چې موږ له طالبانو سره د تعامل په حال کې یو، د نجونو او ښځو موضوع باید په پام کې ونیسو. پر ښځو لګول شویو محدودیتونو تر ټولو زیاتې افغان کورنۍ اغېزمنې کړې دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا هم څرګنده کړې وه:"پر افغان نجونو او ښځو دغو لګول شویو محدودیتونو هغوی له منځنیو ښوونځيو منعه کړي، لوړو زده کړو ته لاسرسی نه لري، هغوی له هر ډول ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي روحیې محرومې دي. له بده مرغه دغه محدودیتونه د طالبانو د حکومت پر نه جلا کېدونکې برخې بدل شوي دي."

په دې کال کې د اسلامي امارت ګوتو په شمېر چارواکو هم په افغانستان کې د نجونو له زده کړو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیر محمد عباس ستانکزي ویلي:" زه یو ځل بیا وایم، د علم دروازه باید و نه تړل شي او په دوی کې باید توپیر و نه شي. موږ هرڅه ته اړتیا لرو او په هره برخه کې سړو او ښځو ته اړتیا لرو."

د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د چنګاښ پر ۲۹مه د هېواد په یوولسو ولایتونو کې له ۲۴ زرو داوطلبانو د کانکور ازموینه هم د نجونو له حضور پرته واخیستل شوه چې دغې چارې هم د نجونو زده کوونکو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړې.

له ښوونځي فارغې، هدیې محمدي و ویل: "موږ هم غواړو چې په ازموینه کې ګډون وکړو او خپل راتلونکی جوړ کړو. هیله مو ده چې نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړئ."

د وږي پر ۲۴مه ، د "زده کړې تر ټولو لومړی"، په نوم یوه نړۍوال بنسټ و ویل، د افغانستان نوم د هغو هېوادونو په نوملړ کې دی چې د زده کړو له پلوه په ډير بد وضعیت کې دي.

په جګړې او ناامنۍ کې له زده کړو ساتنې د پروګرام اجرایي مدیره، ملیحه مالک و ویل: "یو شمېر هېوادونه دي چې نومونه یې په دې نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي. په افغانستان کې له هر لوري پر زده کړو برید شوی دی،هم د دولتي چارواکو له لوري او هم له نادولتي اړخونو له لوري او دغې چارې په مداوم ډول د زده کړو بهیر زیانمن کړی دی. د زده کړو پر وړانډې نوي محدودیتونو اوس هم بحث پارونکي دي."

د همدې کال د غبرګولي پر شلمه، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست، ندا محمد ندیم د روسیې تاتارستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د زده کړو برخې د ملاتړ غوښتنه وکړه او له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل چې افغانستان ته کادرونه را واستوي.

د لوړو زده کړو سرپرست، ندا محمد ندیم و ویل: "له ملګرو هېوادونو تمه لرو چې د مسلکي کادرونو په استاولو کې مرسته وکړي او یا دې د افغان کادرونو د روزنې لپاره هغوی ته بورسیې برابرې کړي او له دې سره د افغانستان د لوړو زده کړو ملاتړ وکړي."

د تلې میاشتې پر دیارلسمه، د پوهنې وزارت سرپرست، سید حبیب الله اغا و ویل، دغه وزارت هڅه کوي چې په هېواد کې د زده کوونکو لپاره لا غوره زمینې برابرې کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست، حبیب الله اغا و ویل:"پوهنې وزارت ژمن دی چې د افغانستان ټولو سیمو ته د عصري او دیني علوم په متوازن ډول د اسانتیاو برابرولو په موخه ورسوي."

سره له دې چې نجونو زده کوونکو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ده ورکړ شوې خو د سلواغې پر ۲۹مه پوهنې وزارت و ویل، په ټول هېواد کې څه باندې ۳۵ زره ښوونځي او مدرسې فعالیت لري او زرګونه کسان پکې په زده کړو بوخت دي.

د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه زیاته کړه: "د پوهنې وزارت هڅه کوي چې هغه سیمو ته هم زده کړې ورسوي چې تر دې دمه ترې محروم و او حق ته یې رسېدنه نه وه شوې. وزارت به هغوی ته متوازن خدمتونه وړاندې کړي. موږ ژمن یو چې لرې پرتو سیمو کې د متوازنوزده کړو زمینه برابره کړو."

له دې سربیره هم د کب میاشتې پر لومړۍ نېټه، په سرد سیرو ولایتونو کې د نجونو له حضور پرته تحصیلي کال پیل شو.

که څه هم ۱۴۰۲ لمریز کال پایته ورسېد خو تر اوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو او پوهنتونو د پرانیستې په تړاو هیڅ خبر نشته.

د تېرو کلونو په څېر نجونې زده کوونکې او زده کړیالانې په کراتو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستې غوښتونکې شوې خو دغو غوښتنو یې کومه پایله ور نه کړه

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه