د کابل په سلګونو اوسېدونکو د ۱۴۰۳ کال لومړۍ ورځ د کابل په کارته سخي سیمه کې د جنډې د پورته کولو له مراسمو سره ولمانځله.
د دغه مراسم ګډونوال وايي که څه هم د تېرو کلونو پرتله د ګډونوالو شمېر کم وو؛ خو دا چې، نوی کال په امنه فضا کې لمانځي خوشحاله دي.
کابل مېشتی سید محمد اغا طلوعنیوز ته وايي:«له مخکې څخه د خلکو راتګ زیات شوی او خوشحاله دي، ټولو ته د نوي کال مبارکي وایم.»
بل کابل مېشتی سمیعالله هم څرګندوي:«نوی کال مو په خوښۍ او خوشحالۍ پېل کړ، د روژې مبارکه میاشت هم ده؛ خو نوی کال هم لمانځو.»
د کابل اوسېدونکي هاشم هم د طلوع نیوز خبریالې ته وویل:«سږ کال لږ بندیزونه ډېر دي دا ټولو ته معلومه ده، خلک نوی کال لمانځي؛ خو داسې له شان او شوکت سره نهدی چې پخوا به و؛ سږکال خلک دومره لېواله نهدي.»
ورته مهال د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د نوي کال په مناسبت په یوه پیغام کې یوخل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.
ښاغلي عبدالله ویلي:«هیله لرم چې په نوي ښوونیز کال کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي او د هېواد پت لرونکو ښځو ته چې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، د کار زمینه برابره شي.»
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش هم د نوي کال د را رسېدو په مناسبت په یوه پیغام کې ټولو هغو کسانو ته چې نوروز لمانځي مبارکي ویلي ده.
ښاغلي ګوټرش زیاته کړې:«پرېږدئ چې پسرلی د هیلو نوي زړي زموږ په زړونو کې راوټوکي. هیله لرو چې د یوې انساني کورنۍ په توګه د روښانې راتلوونکې په لور حرکت وکړو. خپلې نېکې هیلې هغو ته وړاندې کوم چې د نوروز جنش لمانځي.»
د کابل ځينې اوسېدونکو د خوشحالیو د یوه ډک کال په هیله د نوي هجري - لمریز کال لومړۍ ورځ په تفريحي ځایونو کې تېره کړه. د کابل په ځینو نورو سیمو کې هم د همدې ورځې په مناسبت د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه.
له دې سره سم، یو شمېر هټۍوال وايي، په دې ورځ یې کاروبار ښه وو.
هټۍوال حفیظ وايي:«ښه دی نوی کال دی خلک نوروزي وړي.»
اسلامي امارت پروسږکال د نوي هجري لمریز کال د لومړۍ ورځې رخصتي لغوه او د نوروز لمانځنه یې منعه کړه؛ نو له همدې امله د تېرو کلونو پر تله په کابل او ولایتونو کې له دغې ورځې د لمانځنې بهیر پیکه دی.
په دې اړه مو اندونه