د متحده عربي اماراتو د محمد بن راشد آل مکتوم خیریه بنسټ، د هېواد په پنځو ولایتونو کې د ورځې پر ۵ زره بېوزلو روژه ماتی وېشي.
د دغو خوراکي توکو د وېش لړۍ چې د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوې، ټاکل شوې د همدې میاشتې تر پایه دوام وکړي.
د روژه ماتي پر تیارېدو سربېره، تمه ده، د دغه بنسټ له لوري په راتلونکي کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ هم پیل شي.
د مرستندویه بنسټ استازی سید احمد سېلاب وویل:«د محمد بن راشد آل مکتوم خیریه بنسټ د بشرپاله مرستو بهیر د افغانستان په پنځو ولایتونو کې په هر ولایت کې ۱۰۰۰ تنو ته دوام لري.»
هغه هېوادوال چې له بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي، په وړیا توګه د خوړو له ترلاسه کولو خوښ دي.
د کابل اوسېدونکی رفیع کبیر حسیني وايي:«د افغانستان په هر ولایت کې بېوزلې کورنۍ شته او د روژې په مبارکه میاشت کې باید دا ډول مرستې دوام پيدا ولري.»
د کندوز اوسېدونکی عبدالحکیم هم څرګندوي:«د محمد بن راشد له موسسې څخه زما غوښتنه دا ده چې دمګړۍ دغه پروګرام د کابل تر ټولو بېوزلې سیمه کې پېل شوې او دوام لري، زموږ غوښتنه دا ده چې ډېره پاملرنه دې وشي.»
د محمد بن راشد آل مکتوم بنسټ له خوا په هرات ښار کې پر بې وزلو د خوړو پر وېش سربېره، یتیمانو ته د خوراکي توکو بستې هم ورکول کېږي.
د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د یتیمانو د ساتنې او پالنې مرکز کې ۱۲۰ بې سرپرسته ماشومان ساتل کېږي چې مرستې ته سخته اړتیا لري.
د روژه ماتي د وېش مسوول محمد مسلم مروي وايي:«هغه خوراکي بستې چې چمتو شوي د روژماتي بستې دي چې په هرات ولایت کې د څلورو ډلو له خوا د ورځې ۱۰۰۰ تنو لپاره چمتو کېږي.»
د هرات ګذره ولسوالۍ کې د یوه دارالیتام مسوول محمد شهرام الهي وویل:«د خوړو په برخه کې موږ په دارالیتام کې کمزوري یو او نهشو کولای هغه خواړه چې تر ټولو غوره وي دغو ګلایو ماشومانو ته یې چمتو کړو.»
خوست ولایت کې هم هره ورځ د زرو کسانو لپاره روژه ماتی تیارېږي. د دغه ولایت اوسېدونکي له بي وزلۍ او لوږې ځورېږي، له مرستندویه بنسټونو د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
د دوی په وینا، د روژې په مبارکه میاشت کې یې، د پخوا پرتله د ژوند ستونزې زیاتې شوې دي.
د خوست اوسېدونکی کیمیاګل وايي:«دا د خیر کار دی او دا د خلکو په ګټه دی؛ خکه چې هغوی بېزوله دي او پر کراچۍ کار کوي څو یوه نمړۍ دوډۍ پیدا کړي.»
د کندهار ښار په دوو برخو کې هممهاله پر بې وزلو روژه ماتی وېشل کېږي.
د روژه ماتي د وېش مسوول الهام الدین وویل:«موږ د کندهار په ولایت کې دوه ډلې لرو چې یوه ډله یې په اومې حوزې په میرویس مینه کې ده چې هره ډله ۵۰۰ تنو ته روژماتی تیاروي.»
د محمد بني راشد ال مکتوم مرستندویه بنسټ داسې مهال هره ورځ د زرګونه کسانو لپاره روژه ماتی تیاروي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د بې وزلو خلکو ژوند خورا ستونزمن شوی.
دا بې وزله کسان وایي، چې د اقتصادي ستونزو او بې وزلۍ له امله اړ دي، په وږي نس روژه ونیسي.
دوی له مرستندویه بنسټونو غواړي، چې چې د روژې په مبارکه میاشت کې ورسره همکاري وکړي.
په دې اړه مو اندونه